جهان
روسیه وايي د اوکراین لوی برید یې شنډ کړی
د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکرایین په ختیځه سیمه دونیڅک کې د اوکراییني ځواکونو بريد یې په شا تمبولی او ادعا یې کړې چې ۲۵۰ اوکرایینی پوځيان یې وژلي او د هغوی ۲۱ ټانکونه یې ویجاړ کړي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکرایین په ختیځه سیمه دونیڅک کې د اوکراییني ځواکونو بريد یې په شا تمبولی او ادعا یې کړې چې ۲۵۰ اوکرایینی پوځيان یې وژلي او د هغوی ۲۱ ټانکونه یې ویجاړ کړي. اوکرایین په دې اړه څه نه دي وېیلي. د اوکراین د ځوابي برید ژمنه شوې وه، خو د یکشنبې په ورځ کېیف له عملیاتو وړاندې د چوپتیا غوښتنه وکړه. اوکراین له څو میاشتو راهیسې د ځوابي برید پلان لري، خو د ځواکونو د روزنې او له لوېدیځو متحدینو د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره د امکان تر حده ډېر وخت غواړي.