افغان او ایراني چارواکو د سرحدي نښتو پر مخنيوي کېدو ټینګار وکړ
د ایرانيو چارواکو او اسلامي امارت تر منځ د دواړو هېوادونو د ځواکونو له نښتې وروسته پر پخلاینې او روغې جوړې خبرې وکړې.
د ایرانيو چارواکو او اسلامي امارت تر منځ د دواړو هېوادونو د ځواکونو له نښتې وروسته پر پخلاینې او روغې جوړې خبرې وکړې.
تهران او کابل وېیلي؛ په پوله کې سوله بېرته راګرزېدلې او دواړو غاړیو ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به شخړه نهکېږي.
اسلامي امارت وېیلي؛ افغانستان له خپلو ګاونډ هېوادونو سره جګړه نهغواړي او له ایران سره دوستانه اړیکو ته لیواله دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وېیلي؛ اسلامي امارت د هرې مسئلې په اړه، چې له پیل څخه پېښېږي پر خبرو او همغږۍ باور لري او دا غوره کار بولي. موږ غواړو، چې ټول مسایل یوازې پر خبرو اترو او همغږۍ وڅېړل شي.
د ایران کورنیوو چارو وزیر هم وروستۍ نښتې بې اهمیته وبللې او ویې وېیل، چې پر پوله د ورېښمو دروازه بېرته پرانیستل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه بیا پیل شوې ده.
د ایران د کورنیوو چارو وزیر احمد وحیدي وايي: یوه لنډه شخړه وه او حل شوه. له اسلامي امارت سره هم خبرې وشوې. اوس موږ کومه ستونزه نهلرو. سرحد خلاص او سولهییز دی.
د ایران دوه لوړپوړیو پوځي قوماندانانو په راتلونکي کې د هر ډول جګړې تکرار د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز جنرال قاسم رضايي وايي: لیدنه وشوه. اوس موږ ګورو، چې دواړه لوري باید څه وکړي، چې دا ډول ناوړه پېښه رامنځته نهشي.
د ایراني پليو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري وايي: موږ ښه ګاونډیتوب څارو؛ خو که ريښتیا هم دا احساس شي، چې بل لوري نهغواړي مقررات مراعات کړي؛ نو بیا به له بل ډول چلند سره مخ شي.
په ورته وخت کې د سیستان او بلوچستان یو شمېر ایراني سني دیني عالمان د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون د ایراني چارواکو پر سختو او له ګواښونو ډکو ویناوو نیوکه کوي او په راتلونکي کې د ګاونډیانو پر وړاندې د دغه ډول سختو څرګندونو تکرار د ایران په ګټه نهبولي.
د ایران په سیستان او بلوچستان کې د اهل سنتو مذهب عالم عبدالرحمن عمرزرهي وايي: ستاسې دیپلوماتیک ادبیات سم نه وو؛ ستاسې د تبصرې معنی دا وه، چې زما خبرې جدي ونیسئ او وروسته به ګیله نهکوئ. آیا دا ادبیات دیپلواتیک دي؟ څه ځواب مو ترلاسه کړ؟! تاسې د دې ملت سرونه کښته کړل.
دواړو هېوادونو په تېرو ۲ کلونو کې د پام وړ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لرلې؛ خو دا اړیکې په وروستیو اوونیوو کې د هلمند سیند د اوبو پر حق ناندریزې شوې دي.