اخبارافغانستان

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي غواړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (دوشنبه، د وري ۲۷مه) په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي مرتضوي د وروستیو نړیوالو مسایلو په اړه د اسلامي امارت د دریځ او بهرني سیاست د ستاینې تر څنګ د کابل او تهران د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې تهران د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي څو د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.

د نوموړي په وینا؛ ایران هېچا ته د اسلامي امارت پر ضد د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

ښاغلي مرتضوي څرکنده کړې، چې تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې هوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداکرۍ او روغتیا په برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښه راغلاست ویلو تر څنګ پر اسرائیلو دایران برید له ځان څخه د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع مشروع حق یاد کړی.

نوموړي له افغانانو سره د ایران له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي غواړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *