د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو يو شمېر علماوو، مجاهدينو او سپين ږيرو او د هېواد د روغتيايي چارو يو شمېر متخصصينو او ډاکترانو سره لیدنه کړې. د دې ليدنې په پيل کې هغوی د ولايتونو او په ټوله کې د هېواد د ټولنيز، امنيتي، روغتيايي او د ښوونې او روزنې وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي دي. هغوی په ټول هيواد په ځانګړي ډول ولايتونو کې د امنيت پر ټینګښت خوښي ښودلې او ویلي يي، اوس خلک په ارامه خپلو چارو ته رسېدنه کوي او هېڅ ډول امنيتي اندېښنې نه لري. دوی همداراز د اسلامي امارت مسولينو څخه غوښتي، چې د پراختیايي پروژو پيلولو، د ښوونې او روزنې پراختيا او روغتيايي کلينيکونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول خپله بنسټیزه ژمنتيا او دنده بولي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي. مولوي عبدالسلام حنفي په يادو ولايتونو کې د ښوونې او روزنې، روغتيا او پراختیايي چارو په برخه کې د هغوی غوښتنو په اړه ویلي، اسلامي امارت يادو چارو ته جدي پاملرنه لري او د امکاناتو په چوکاټ کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن