افغانستان

د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

ياده ادارې پرون دوشنبې وېيلي، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، پکتيا، خوست، پکتيا، زابل، غزني،وردګو، باميان، دايکنډي، پروان، پنجشېر او کاپيسا هغه ولايتونه دي چې په‌کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وېره شته.

دغه راز وېيل شوي چې، د احتمالي ورښتونو کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. د هوا پېژندنې اداره داسې مهال  د سختو ورښتونو خبرداری ورکوي، چې تېره اوونۍ طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وېيلي وو، په ۳ ورځو کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۸ ژوبل دي.

افغانستان په وروستیو ۲ کلونو کې د طبیعي پېښو له پلوه ډېر زیانمن دی او سلګونه تنه یې په دې پېښو کې تلف شوي دي.

حکومت بیا- بیا له نړیوالو غوښتي، چې د اقلیم د بدلون په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *