پاکستان کې واورې ښویېدو ۱۱ کوچیان وژلي
د پاکستان شمال کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۱ ځايي کوچیان وژل شوي چې یو پکې څلور کلن ماشوم هم دی. واوره هغه مهال وښویېده چې یوشمېر کسان د شونټر تنګي له لارې د وزو له رمې سره تېرېدل. ۲۵ نور تنه ټپیان شوي او د ژغورنې عملیات لا روان دي.
د پاکستان شمال کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۱ ځايي کوچیان وژل شوي چې یو پکې څلور کلن ماشوم هم دی. واوره هغه مهال وښویېده چې یوشمېر کسان د شونټر تنګي له لارې د وزو له رمې سره تېرېدل. ۲۵ نور تنه ټپیان شوي او د ژغورنې عملیات لا روان دي. . په وژل شوو کې څلور ښځې او یو څلور کلن ماشوم هم شته. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پېښه کې پر وژل شویو خلکو خواشیني ښودلې. ده ویلي چې دا پېښې د اقلیمي بدلون له کبله ډېرې شوې دي. دا پښه د شنبې په ورځ ګهیځ وختي په هغه تنګي کې شوې ده، چې د ګیلګت بلتستان استور ولسوالي له ګاونډي د پاکستان تر واک لاندې ازاد کشمیر سره نښلوي. د پاکستان شمالي سیمې د اقلیمي بدلون له کبله زیانګالې دي او د سختې هوا له کبله له ډول مکررو پېښو سره مخامخېږي. تېر کال پاکستان کې سېلابونو تر ۱۷۰۰ ډېر خلک وژلي وو.