د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمانونه، حکمونه او لارښوونې په رسمي جریده کې چاپ شوي
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټول فرمانونه، حکمونه او لارښوونې چې ۱۴۳۷، ۱۴۳۸، ۱۴۴۰، ۱۴۴۱، ۱۴۴۲، ۱۴۴۳ او ۱۴۴۴ کلنو په ترڅ کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه صادر شوي، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشت په ۲مه نېټه چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۱ نېټې سره سمون خوري، د رسمي جریدې په ۱۴۳۲ پرله پسې ګڼه کې چاپ شوي دي.

په دغې جریده کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټولټال ۶۵ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې چاپ شوي، چې په بېلابېلو برخو کې ۳۰ حکمونه، ۲۷ فرمانونه او ۸ لارښوونې په کې شامل دي.
دغه جریده د ونډې په پام کې نیولو سره ټولو امارتي ادارو ته وېشل کېږي او په هغه صورت کې چې هېوادوال ورته اړتیا ولري، کولای شي د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه یې د ۶۰ افغانیو په بدل کې وپيري.
دغه جریده د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د وېبپاڼې د حکمونو او قوانینو د ډیټابېس په برخه کې د لاس رسي وړ ده او هېوادوال کولای شي د عدلیه وزارت د ویب پاڼې د افغانستان د قوانینو مجموعي- د قوانینو او حکمونو ډیټابېس برخې ته، مراجعه وکړي، دا جریده او د هغو د اړتیا وړ نور قوانین د پي ډي اف فایل په بڼه ترلاسه کړي.