د تېلو د استخراج په برخه کې له مسکو د همکارۍ غوښتنه وشوه
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، په کازان غونډه کې د روسیې د نفتو له شرکت څخه وغوښتل چې د افغانستان د نفتو د ساحو په پراختیا کې همکاري وکړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، په کازان غونډه کې د روسیې د نفتو له شرکت څخه وغوښتل چې د افغانستان د نفتو د ساحو په پراختیا کې همکاري وکړي.
هغه په کازان کې د “تاتنیف” په نوم د روسیې د نفتو شرکت له اجرایوي رئیس نایل مګنوف سره په کتنه کې دغه شرکت ته بلنه ورکړه چې د افغان تیلو د پراختیا، تولید او پروسس په برخه کې همکاري وکړي.
مګانوف هم په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو ته چمتووالی وښود.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د “روسیې – اسلامي نړۍ” په څوارلسمه نړیواله اقتصادي غونډه کې چې د مې له ۱۸مې څخه تر ۱۹مې نیټې د تاتارستان په پلازمېنه کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
تر دې مخکې چارواکو وېیلي وو چې د هېواد په کچه ۱.۶ میلیارده بيرله تېل او ۴۴۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز زېرمې دي.
چارواکيو ډېرو هېوادونو او پانګوالو ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان پر کانونو او نورو برخو پانګونې وکړي.