افغانستان

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې استازی: له افغانستان سره همکارۍ ته لېواله یوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې (FAO) استازی ریچارډ ترینچارډ وايي، چې نړیواله ټولنه افغانستان سره همکارۍ ته لېواله ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې (FAO) استازی ریچارډ ترینچارډ وايي، چې نړیواله ټولنه افغانستان سره همکارۍ ته لېواله ده.
نوموړي دا خبرې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین سره د کتنې پر مهال وکړې او یاد وزارت سره یې د ګډو همکاریو لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.
دغه لیدنه چې د اوبو د مدیریت د پروژو پلي کولو، په افغانستان کې د اوبو لګولو او رسولو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث پکې وشو، ریچارډ پکې وویل: «ملګري ملتونه د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سره د کاري اړیکو ټینګولو او همکاريو د پراختیا غوښتونکي دي.»
بل لور ته د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین وویل: د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په خاطر مهمه ده چې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شي.
ده همداراز د ملګرو ملتونو مرسته د اوبیزو سرچینو په مدیریت کې هم مهمه وبلله.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *