افغانستان

خروټي د ترکیې له سفیر سره  په کتنه کې: د افغانانو ډيپورت کول د دې ستونزې دایمي حل نه دی 

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګېنای سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو ترکیې ته د افغانانو د غير قانوني سفر، هېواد ته د هغوی د ډيپورت کېدو، د غیر قانوني مسافرت د بدیل موندلو  او په دې برخه کې د افغانانو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګېنای سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو ترکیې ته د افغانانو د غير قانوني سفر، هېواد ته د هغوی د ډيپورت کېدو، د غیر قانوني مسافرت د بدیل موندلو  او په دې برخه کې د افغانانو د ستونزو پر حل خبرې وکړې. خروټي د یادو شویو ستونزو د حل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت او دوام، د ترکيې او د افغانستان اسلامي امارت د زیربطو ادارو، د مسئولینو ترمنځ د ناستو او هوکړې په ترسره کولو ټینګار وکړ. د وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د افغانانو ډيپورت د دې ستونزې دایمي حل نه دی، ځکه چې په ورته وخت کې د افغانانو په ډېپورت کولو سره یو شمېر نورو د غیر قانوني مسافرت له لارې ترکیې ته داخلیږي، نو په کار ده چی په هر اړخيزه توګه

پرې له سره غور وشي، ترڅو يادې ستونزې ته لاره هواره شي. خروټي زیاته کړه، یوازې د ډيپورت یا چارټر الوتکې په اړه خبرې به مثبتې پایلې و نه لري او که ترکیه د افغانانو د غیرقانوني سفرونو د ستونزې د هوارېدو غوښتونکې وي، باید په ګډو ناستو کې په قانوني ډول د کارګرانو د لېږلو په ګډون پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې وکړي. هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د نورو ادارو ترڅنګ دا موضوع د کډوالو چارو له وزارت سره ډېره تړلې ده او که چیرې د دغه وزارت اتشې د فعاليت لپاره د ترکیې له خوا اقدام وشي، بې له شکه د پام وړ شمېر شته ستونزې به حل شي او لا همغږي به

رامنځته شي. ورته مهال د ترکیې سفیر د خروټي د مطرح شویو نکاتو په تاییدولو سره ژمنه وکړه

چې په نږدې راتلونکي کې به ترکیې ته د اسلامي امارت د اړوندو ادارو پلاوي ته د سفر زمینه برابره کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *