اجتماعی

د نیشه یي توکو په وړاندې د اسلامي امارت مبارزه د قدر وړ ده

د هیواد امنیتي ځواکونه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پربنسټ د مخدره توکو پروړاندې په جدي توګه مبارزه کوي او تل په دي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې د بیلګې په توګه په دې وروستیو کې د هیواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د سمنګان ولایت د نیشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو له قوله داسې ویل شوي، چې د دغه ولایت په روي دوآب ولسوالي کې د نیشه یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده.

شاه محمود درویش
د هیواد امنیتي ځواکونه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پربنسټ د مخدره توکو پروړاندې په جدي توګه مبارزه کوي او تل په دي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې د بیلګې په توګه په دې وروستیو کې د هیواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د سمنګان ولایت د نیشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو له قوله داسې ویل شوي، چې د دغه ولایت په روي دوآب ولسوالي کې د نیشه یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده. ددغه ولایت د نیشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت سرپرست ویلي، چې ددغه مدیریت ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس ددغه ولایت د روی دوآب ولسوالۍ په چهارچشمه سیمه کې د نیشه یي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده، چې په دغې کارخونه کې سلګونه کیلو ګرامه بیلابیل ډوله نیشه یي توکي او ۹ کسان نیول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په دغه ولایت کې د یاد مدیریت ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې د نیشه یي توکو یو شمیر کارخونې هم له منځه وړې وي.
البته دایو روښانه واقعیت دی چې په افغانستان کې د اسلامی امارت له واکمنیدو وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هیچا ته یې د کښت اجازه نه ورکول کیږی، په اصل کې د کوکنارو له کرکیلې مخنیوی له نیشه یې توکو سره د مبارزې یوه برخه ده، د کورنیو چارو وزارت د مخدرو توکو د کښت، قاچاق او استعمال په برخه کې لکه څنګه، چې د تیر یو کال په اوږدو کې په جدیت سره مبارزه کړي ده، همدارنګه په راتلونکې کې هم ژمن دي چې ددې شومې پدیدې مخنیوی په کلکه سره وکړي. البته څه موده وړاندې دکورنیو چارو وزارت ویلي ؤ، چې په ۴۲۱۰ عملیاتو کې د څلورو بهرنیو و ګړیو په ګډون (۵۰۵۱) کسان د نیشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي، د نیشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ستراتیژۍ عملیاتي رئیس په کابل کې له نیشه یې توکو سره د مبارزې د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې څرګنده کړې، چې په تیر کال کې زرګونه روږدۍ کسان راټول شوي دي، دغه راز له ۵۰۰ ټڼو ډیر نیشه یي او الکولي توکې نیول شوي او د هغو د تولید او پروسس ۱۷۰ فابریکې ویجاړې شوې دي، د کورنیو چارو وزارت د نیشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د څو وزارتونو له مرستیالانو سره د همغږۍ په غونډه کې هم ویلي، چې له افغانستانه به د نیشه یي توکو ریښې وباسي. د کورنیو چارو وزارت د نیشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ویلي: د نیشه يي توکو له کښت، قاچاق او استعمال سره د مبارزې په برخه کې د ټولو ادارو په همغږۍ به له افغانستانه د نیشه يي توکو لمن ټوله کړي. دمسؤلینو په وینا، د څه باندې یوه کال په موده کې یې د زرګونو روږدو کسانو درملنه کړې او زرګونه نور تر درملنې لاندې دي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت له نیشه يي توکو سره د مبارزې معیېنیت داهم ویلي، چې هڅه کوي په افغانستان کې د نیشه يي توکو کښت، قاچاق او استعمال صفر ته راکښته کړي؛ ځکه د اسلامي امارت د رهبر په فرمان کې د نیشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي سپارښتنه شوې ده.
له شک پرته چې د نیشه یې توکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه او لاسته راوړنې چې پورته ترینه یادونه وشوه د قدر وړ دي خدای (ج) دې لاهم دوئ ته توفیق ورکړي چې په ټوله کې د نیشه یې توکو قاچاقبران ، پلورونکې او کاروونکې د هیواد په هره سیمه او ښار کې چې شتون لري دوئ و نیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري ترڅو له امله یې د ټولنې نظم او ثبات خوندي کړای شي.
د یادونې وړه ده چې د اسلامي امارت مسوول ارګانونه باید د نیشه یې توکو دکښت د بندیدو ترڅنګ دهغې بدیل کښت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا هم یولومړیتوب دی ځکه چې په ټولیزه توگه دهیواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنې ، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي نوپه کارهم همداده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته باید ډیره پاملرنه وشي او د اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکې قدرمن بزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرې مرستې هم وکړي ترهغه چې له امله یې دوئ له خپلی کرکیلی څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هیواد کې هم غلې دانې پریمانه شي ، بناً د اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کې پر کروندگرو په مناسبو وختونو کې اصلاح شوي تخمونه ، ډول ډول نیالگي ، کیمیاوي سرې اولازم وسایل د اړوندو مسئولو مراجعو له لورې وویشل شي، ځکه چې له قدرمنو بزگرانو سره هررازمرسته ددې سبب کیږي چې هغوئ په خپلو کروندوکې دحرام کښت یعنې د کوکنارو د کرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي ، البته لازمه هم ده چې قدرمن بزگران باید په آگاهانه توگه دیته وهڅول شي چې په خپلو
مځکو کې د نیشه یې توکو دکرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي، ځکه چې نیشه یې توکې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخوي اودا واقعاً هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي.
البته دې ټکې ته مو باید پام وي سره له دی چې مخدره توکې یوه ناوړه پدیده ده نو ددغې ناوړی پدیدی کرکیلی، پروسس او قاچاق هیوادوالو ته سره له دې چې امنیتی ننگونې یې رامنځ ته کړی ددی ترڅـنگ زمونږ گڼ شمیرهیوادوال هم پردغه کرغیړنې پدیدې روږدي شویدي چې د امنیتي ننگونو ترڅنگ دایوه بله ستونزه ده ځکه چې په مخدره توکو روږدي کسان سربیره پردې چې د سالم کار او روزگار پروړاندې خپل مقاومت او ځواکمنتیا له لاسه ورکوي ترڅنگ یې خپلې کورنۍ ته یو سرخوږی هم را منځته کوي او بالاخره پرمخدره توکو روږدي کسان په خپلې کورنۍ سربیره پرټولنه هم یو بار گڼل کیږي او په بیلا بیلو برخوکې د ټولنې عامه نظم گډوډ اوبې ثباته کوي نوپردې اساس ددغې منفورې پدیدې پروړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د افغان ولس رښتینه مبارزه هم ډیره اړینه او لازمي ده، نو راځئ چې ټول په ګډه ددغه منفورې پدیدې پر وړاندې دخپل وس اوتوان ترکچې جدي مبارزه وکړو او په دې برخه کې په پرله پسې ډول له امنیتي ارګانونو سره تل خپل بې دریغه مرسته او همکاري ونه سپموو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن