د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې ١٥٠٠ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده
د لوګر د کلیو او پراختیا ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د څو پروژو له لارې ١٥٠٠ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د لوګر د کلیو او پراختیا ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د څو پروژو له لارې ١٥٠٠ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د لوګر د کلیو او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسؤل باختر آژانس ته وویل؛ د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د (asset creation) او ( RUPANI) برنامو موسسو لخوا د خوښۍ ولسوالۍ ١٥٠٠ تنه اوسېدونکو ته د دغه ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د ٦ کیلو متره سړکونو د هوارولو او جوړولو، د ٥٠٠ متره استنادي ګبیوني دیوال جوړولو، ٩ کیلو متره کانالونو جوړول، د ١٤٤٥ متر محافظتي دیوالونو جوړول او دغه راز د نیالګیو کېنول او د نويو بڼونو د جوړولو برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروژې به د یوه کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژو کې هر کارګر ته ٨٥٠٠ افغانۍ میاشتنی معاش ورکول کیږي.