سیاسی

جګړه ييزي هڅې به لاس ته راوړنې ونه لري

د اسلامي امارت واک ته د رسيدو سره سم ماتي خوړونکو اشغالګرو هېوادو د خپلي ماتي د جبران کولو په خاطر د اسلامي امارت په وړاندي يو لړ ناوړه فشارونه او بنديزونه په غيرقانوني توګه ولګول چې له امله يي په هېواد کي اقتصادي ستونزي رامنځ ته شوي.

متين
د اسلامي امارت واک ته د رسيدو سره سم ماتي خوړونکو اشغالګرو هېوادو د خپلي ماتي د جبران کولو په خاطر د اسلامي امارت په وړاندي يو لړ ناوړه فشارونه او بنديزونه په غيرقانوني توګه ولګول چې له امله يي په هېواد کي اقتصادي ستونزي رامنځ ته شوي.
دغه راز اشغالګرو هېوادو خپل پلويان د ځان سره د تيښتي پرمهال وايستل او يو ځل بيايي د راټولولو له پاره هڅي پيل کړي چې تردي مهاله څوواري راټول شوي خو لاس ته راوړني يي نه ترسترګو کيږي. ځکه مافيايي کړۍ تل د خپلو ناوړه او شخصي ګټو په لټون بوخت وي نه غواړي چې قانوني او ملي کړو وړو ته پابند پاتي شي. هغه ډلي ټپلي چې اوس په بهر کي د خپلو بادارانو د امکاناتو په وسيله غوڼډي جوړوي او د اسلامي امارت پرضد پلانونه ترتيبوي د جمهوريت پرمهال هم داسي غونډي جوړي کړي چې د شخصي ګټو په نظر کي نيولو سره يي هيڅ پايلي او لاس ته راوړني نه درلودي. دغه ازمايښت شويو ډلو په څوواري په مختلفو نومونو د يووالي غږ پورته کړي خو کله چې يي واک او ګټي د زيان سره مخامخ شوي نو ايتلافونه او اتحادونه يي دړي وړي شوي او د يوه او بل په وړاندي يي داسي تبليغات پيل کړي چې د ليکني نه دي اوس يو ځل بيا لاس وهونکو هېوادو د تير په څير هغه ډلي ټپلي د ويانا په ښارکي راټول کړي غواړي چې د خپلو ناوړه موخو د ترلاسه کولو په خاطر ورباندي پانګونه وکړي او افغانان بيا د يوه اوږدمهاله جګړي سره مخامخ شي. خو افغانان چې دغه راټولي شوي کړۍ ورته په ښه توګه معلومي شوي او د واک پرمهال يي امتحان ورکړي ښه پيژني او هر هغه څوک چې تراوسه يي نه دي پيژندلي د هغوي پريمانه او د حساب څخه وتلي پانګونه او دنګي عصري وداني کې د هېوادوالو څخه پټ و رابرسيره شوي چې د هغوي په پيژندګلوي چې ښه معلومات ترلاسه کولي شي. همدا وجهه ده چې هېوادوال به هغه څيري ونه مني کومي چې د غلو او تښتيدلو مافيايي کړيو په نوم پيژندل شوي. هغوي باوري دي چې په افغانستان کې دراټولیدو ځانی ذګي نه لري. دوي چې د ځان او خپلو اولادونو له پاره په کور دننه او بهر داسي ماڼي جوړي کړي او دومره سرمايه يي ترلاسه کړي چې د ژوند ترپايه به د اقتصادي نيمګړتياو سره مخامخ نه شي. دوي اوس نه شي کولي چې د بي وسو افغانانو د بچو څخه د ځان په ګټه کار واخلي هغوي چې اوس هم د دوي د واک له پاره جګړي ته ځان جوړوي په نوطفه کې ځپل کيږي ځکه په ټوله کي دوي خپل باور او اعتبار له لاسه ورکړي هوښيار او په هېواد مين هېوادوال د دوي ترشاه نه دريږي او د دوي په فيسبوکي خبرونه
غوليږي.
ښه به وي چې نور د افغانستان د وراني او مرګ ژوبلي له پاره په بهر کې دجوړو شویو غونډو پرمهال داسی لاري چاري ونه لټول شي چې افغانستان یوځل بیا دمرګ ژوبلی سره مخامخ شی بهرنيان دي د خپلو تيرو اشغالګرو کلونو تجروبو څخه په کار اخستني سره افغانان جګړي او تاوتريخوالي ته نه هڅوي ځکه چې اوس د پردي پالو له پاره ځاي ذګي شتون نه لري يوازي افغانان کولي شي چې د خپل هېواد برخه ليک پخپله وټاکي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *