افغانستان

په کونړ کې برېښنایي تله کېښوودل شوه

په کونړ کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د کانونو د خامو موادو وزن کولو لپاره برېښنایي تله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په کونړ کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د کانونو د خامو موادو وزن کولو لپاره برېښنایي تله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد شیرین حقـاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کانونو د خامو موادو وزن کولو لپاره برېښنایي تلې او ودانۍ جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
حقـاني زیاته کړه، چې کونړ پراخه معدني زېرمې لري، چې د نورګل ولسوالۍ مرمرو په ګډون یو شمېر کانونه په قرارداد ورکړل شوي.
نوموړي دغه راز وویل، چې د دغې تلې په جوړېدو سره به د مرمر ډبرو او نورو کاني موادو د وزن کولو ستونزې کمې او د عوایدو په زیاتوالي کې به مرسته وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *