سیاسی

په افغانستان کې دامریکا ماتې

د ۲۰۰۱میلادي کال د اکتوبرپه اوومه نېټه امریکا د ټولونړیوالوموازینوخلاف د فارورفالیسۍ پربنا پرته له دې چې کوم موجه دلیل ولري د یوې جوړې شوې جعلي پلمې له مخې پرافغانستان حمله وکړه اودغه ملک یي د یوه بې رحمه خونړي ناتارپه ترڅ اشغال کړ، دوی په پیل کې یوازې د خپل تیري لپاره هوسناکه نقشه جوړه کړې خودآ برومندانه وتلولاره یي نه وه سنجولې نوځکه یې په افغانستان کې جګړه په بهرنیوهېوادونوکې (د امریکا) د جګړوپه ترټولوپه اوږده جګړه بدله شوه ، نه یوازې خپل ځان بلکې د ناټوهغه غړي هېوادونه چې افغانستان ته یې له ځان سره را وستلي وه هم دبهرني خام سیاست له وجې له ځان سره وشرمول ، د نړۍ په تاریخونوکې نه دي لوستل شوي چې د زور له لارې د کوم مهاجم هېواد په اشغال شوي ملک کې بریا ترلاسه کړې وي اویا یې دې (تیري) مثبت پایله لرلې وي ، دا ثابته شوې چې هرتیری اواشغال دښکیلوخواووله پلوه د وخت په تېرېدوسره له انساني اومالي زیانونوسره مخ شوی اوترڅنګ یې له تاریخي شرمندګۍ اوپړتکونوپرته هېڅ په لاس نه دي ورغلي ، امریکا په عراق او ویتنام کې کومه لاسته را وړنه درلوده ؟ چې په افغانستان کې به یې ترلاسه کړې وای ؟  د اتومي وسلوپه پلمه یې په عراق حمله وکړه د عراق ښارونه یې ګډ وډ اوپه زرګونوعراقیان یې ووژل،  صدام حسین یې په ۲۰۰۶ کال ددسمبرپه ۳۰ نېټه اعدام کړ، خو اتومي وسلې پیدا نشوې اونه هم د نړۍ کوم هېواد ترې و پوښتل چې ولې دې د تیری ادعا د حقیقت خلاف ثابت شوه ؟

حیا ت الله حلیم

ولې د خپل عسکراود عراق ملت په وینو رنګ کړ؟

ولې د په میلیاردو ډالره زیان د امریکا خزانې ته واړاوه ؟

دا ټول د کوم مقدس هدف لپاره ؟

خوددې ټولې خونړۍ ډرامې حقیقت د جمهور رئیس صدام حسین د اتومي وسلودرلودل نه ، بلکې دا د صدام حسین هغه جرم و(!) چې په ظالمو اوقابضو اسرائیلویې ۴۹ توغندي ویشتلي اووروسته یې د عربي نړۍ له هرهېواد غوښتنه کړې وه چې یو توغندی په اسرا ئیلووروشړي څودا شمېره (۵۰) پوره شي خو هېڅ عربي هېواد دامریکې له ویرې دا جرآت ونشوای کړای چې بد غونیو اسرائیلوته د امریکا له ډاره کاږه وګوري .

امریکا په ډېرغرورخپل نظامي قدرت د نړۍ په تولوهېوادونولوړبولي اوهم ځان د نړۍ په نظامي ، اقتصادي اوسیاسي ډګرکې یکتاز خوکله نا کله دکمزوریوهېوادولکه افغانستان سره د جنګ په ډګرکې داسې ګونډه ماته کړي چې خپل نظامي سیاست له لوړشرم سره مخ کړي اوخپل ملت ته له درواغ ویلوپرته بله هېڅ پلمه ونلري .

څه وشول چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوړه ؟ دا هغه حقیقت و چې کله ترامپ په افغانستان کې د بشپړې بریا یا فتحې له تمې ناهیلی شو، نویې خپل د بهرنیوچارو وزارت اوپنتاګون ته دنده وسپارله چې له هغه اسلامی امارت سره مخامخ خبرې وکړي چې ترپرون پورې ورسره جنګېدل او ددوی زیات غړي یې په ګوانتاناموکې بندیان کړي ول ، ټرمپ معتقد شوچې په افغانستان کې یې د جنګ له لارې بریا ناشونې ده او هره ورځ له بریا پرته خپل عسکرله لاسه ورکوي اوخپلې بودیجې ته هم زیان اړوي نوښه داده چې له افغانستان څخه د امریکې د خلاصون زمینه پرته له دې چې د شرموونکې ماتې ټاپه پرې ولګېږي ، برابره کړه ، دا په داسې حال کې وه چې ترمپ نه و خبرخود شرموونکې ماتې ټاپه د نړیوالو لخواکلونه د مخه  پرې لګېدلې وه .

د ترامپ له اقدام وروسته امریکایی جنرال پټرایوس د هاروارد په پوهنتون کې وویل : د بیا په خلاینې لپاره باید یوه لارموجوده وي ، ځکه د یوه ملت له وجوده د را پورته شوي ځواکمنېدونکي تحریک د جنګ په ذریعه له منځه وړل نا ممکن دي خوپوښتنه داده چې اوس باید پخلاینه څنګه وشي؟

د سولې خبروته دامریکایانودا تمایل د خدای لپاره هم نه و اونه یې په افغان ملت کوم زړه سوی درلود اصلا خبره داوه چې دوی په افغانستان کې د خپلې بیهوده جګړه په ترڅ کې ناکام او دا اندازه ورته ولګېده چې د ګټې پرځای یې زیان ډېردی .

په افغانستان کې د امریکا اوناټود ناکامۍ ارزونې زیاتره ددوی د هغه جنرالانو لخوا کېدې چې په جګړو له اسلامی امارت  سره ښکیل ول ، د هغه وخت د ۲۵ پلې فرقې مشر جنرال اریک اولسون دفوځیانو یوې مخامخ مرکې ته وویل : موږ هېڅکله داسې لاره ونشوای موندلای چې له اسلامی امارت  سره د سولې خبرو ته پرې کښېنوځکه د اسلامی امارت له موږ څخه کرکه راځي ، دا صلاحیت یوازې د مرکزي حکومت دی .

هغه و چې امریکا د خپل ځان د خلاصون لپاره د [بیني خمیري] په اصطلاح په دوحه کې د سولې د خبرو په ترڅ د اسلامی امارت ټول شرایط ومنل او له افغانستان څخه یې پښې سپکې او د روسانوپه شان یې خپل وروستی عسکر د ۱۴۰۰ کال د سنبلې پرنهمه نېټه له افغانستان څخه لاس ترپښو اوږد وایست اوله دې وروسته یې د نړۍ په آزادوملکونو دتیري اوتجاوزپه نه کولوسره دوروستي توبې نامې په توګه په چپه لاسونوخپل غوږونه ونیول .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *