اسلامی

قرآن د بشریت دلارښوونې لپاره وروستی اوبشپړآسماني کتاب دی

د خاتم النبیین حضرت محمد مصطفی«ص» په رسالت سره له الهي وعدې سره سم د نبیانو، رسولانو او پیغمرانو لړۍ ختمېږي، ځکه اسلام هغه وروستی کامل ، آسماني اوکتابي دین دی چې د بشر د هدایت او لارښونې ټول ابعاد پکې بشپړشوي دي.

حیا ت الله حلیم
د خاتم النبیین حضرت محمد مصطفی«ص» په رسالت سره له الهي وعدې سره سم د نبیانو، رسولانو او پیغمرانو لړۍ ختمېږي، ځکه اسلام هغه وروستی کامل ، آسماني اوکتابي دین دی چې د بشر د هدایت او لارښونې ټول ابعاد پکې بشپړشوي دي.
قرانکریم وروستی آسماني کتاب دی چې د جبرائیل امین په وسیله د ( اقرآ) یانې ولوله دمبارک آیت په ذریعه د مکې معظمې دښارپه توابعود حرا په غارکې پیل او د رسول الله مبارک د ژوند ترپایه په مکه معظمه اومدینه منوره کې بشپړشوی دی همدا وجه ده هغه سورتونه چې په مکه معظمه کې را نازل شوي هغه ته مکي اوپه مدینه منوره چې را نازل شوي هغه ته مدني آیتونه وایي.
داسلام سپیڅلی دین په لوړمحنت اود اصحابوپه قربانیود نړۍ ترهرې برخې رسېدلی اودژرخپرېدا اوتل پاتې پایښت علت یې هم دادی چې اسلام دعدالت، اخوت اومساواتو دین دی اوهرهغه څه چې د بشریت په زیان دي په اسلام کې منع ښودل شوي دي نوهمدا وجه ده چې نن په نړۍ کې څه د پاسه یوميلیارد وګړي د اسلام په سپېڅلي دین مشرف دي.
که په علمي سنجش داسلام په ابعادو کې څېړنې وشي نود منطقي معقولیت له مخې اسلام د بشریت لپاره د خیراوفلاح داسې دین دی چې دينوي اواخروي دواړه ګټې یې پکې نغښتې دي ځکه په اسلامي قوانینو کې تل دېته لاره خلاصه ده چې مسلمانان د خپل عقل اوتفکرپه رڼا کې له شعورنه هم کار واخلي اوهغه څه یې زده وي د خپل ځان په ګټه یې په کارواچوي چې د همدې ضرورت له مخې اسلام نه یوازې په معنوي مسایلو را څرخي بلکې په اقتصادي مسایلوکې هم لوړوضاحت لري،حساب،محاسبه اودهغې وده په اسلام کې دیوه عیني ضرورت په توګه منل شوې ځکه د زکات اومیراث حساب اود هغه شرعي تقسیم د الجبري فورمولونو له لارې ترسره کېږي، اسلامي څېړونکي محمد بن موسی خوارزمي په نړیواله کچه د الجبرد پلارمقام ګټلی اوهمدارنګه عمرخیام اوابو ریحان البیروني حساب دشرعي علومویوه متداوله څانګه وګرځوله.
هغه اعراب چې د فاتحو لښکروپه لیکوکې افغانستان ته راغلي وو، دوی د سیمو جغرافیا هم مطالعه کړې چې همدا اوس ددوی یادښتونه بهترین موخذونه ګڼل کېدای شي.
جغرافیا او نقشه کشي د اسلام له مهمواصولو څخه دي ځکه له یوې خوا د سوداګرۍ د کاروانونو لپاره د تلوراتلو دلارو لټول اوبلې خوا دحج دفریضې د ادا کولو لپاره د لنډو او بې خطره لارو موندل اړینه اړتیا وه چې اعرابویې په اړه څېړنې کړې ، دابن بطوطه (حدود العالم کتاب) دنړۍ د جغرافیا لیکوونکولپاره ترټولومعتبرموخذ دی همدارنګه یاقوت حموي ، ابن حوقل هم د اسلامي دورې جغرافیا لیکونکي ول ، دابن حقول په نقشه کې چې په ۹۷۵میلادي کال یې کښلې مځکه په دایروي بڼه ښودل شوی .
د پروفیسورحمید الله د څېړنې له مخې په امریکا کې د۱۴۹۲میلادي کال د کریستف کولمبو له کشف د مخه د(بیرزالله ) په نامه افریقایی مسلمانان اوسېدل ، بیرزالله په افریقا کې یوه مشهوره قبیله وه چې برازیل ترې مسمی شوی دی او د مسلمانانو اړیکې هغه وخت ورسره غوڅې شوې چې په اسپانیا کې دمسلمانانوقدرت پای ته ورسېد .
تاریخ پوهنه هم له اسلامي معارفو را وتلي د اسلام د ظهورپه لومړۍ مرحله کې تاریخ دوې څانګې درلودې یوداسلام تاریخ چې د جناب رسول الله مبارک ، خلفای راشدین اصحابو او نورومسلمانانو پرفعالیتونو را څرخېدې او د هغوی ژوند اوکړنلارې یې سجل کولې اودوهمه څانګه یې له اسلام د مخه دعربواونوروغیراسلامي هېوادونوڅېړنه اومطالعه وه چې وروسته بیا د تاریخي دواړې برخې په مقایسوي ډول ترڅېړنې لاندې ونیول شوې. عربي تاریخ پوهان په دې هڅه کې شول چې نه یوازې د حضرت آدم علیه سلام او بي بي هوا تاریخ ولیکل شي، بلکې رشید الدین نه یوازې د حضرت محمد (ص) او خلفای راشدین په اړه لیکنې وکړې بلکې دچین، روم او نوروافریقایي قومونو په اړه یې هم څېړنې او ګروېږنې وکړې چې په دې ډله کې طبري د وخت معما څرګنده او تشریح کړه ، ابن خلدون د اسلام له مشهورو مورخینو څخه ګڼل کېږي د (نړۍ تاریخ ) په نامه دخپل تاریخ په مقدمه کې د طبري دوخت پرمحتویاتوڅېړنې کړې دي.
نو باید یادونه وشي، چې اسلام بشپړ دين دی، چې د بشريت د سوله ييز او هوسا ژوندانه لپاره يې لارې چارې لټولې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن