افغانستان

تېره میاشت له ایران څخه نږدې ۵۴ زره افغان کډوال هېواد راستانه شوي

د نيمروز ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسئولين وايي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال (د وري میاشتې د لومړۍ تر ۳۱ مې نېټې) ۵۳ زره ۹۹۹ تنه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د نيمروز ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسئولين وايي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال (د وري میاشتې د لومړۍ تر ۳۱ مې نېټې) ۵۳ زره ۹۹۹ تنه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسئولينو باختر آژانس ته وویل، چې په دغو کسانو کې ۷۹۲ کورنۍ، (۳ زره ۳۱۴) تنه او همدارنګه ۵۰ زره ۶۸۵ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. مسئولینو زیاته کړه، چې له ۳ زره ۲۴۵ بې‌ وزلو کسانو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) موسسې له خوا خوراکي او نغدي مرسته شوې ده او همدارنګه له کورنیو سره هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *