افغانستان
د کابل ښار له بازارونو ۱۵۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي را ټول شول
کابل ښاروالۍ د ښار له بېلا بېلو بازارونو څخه د سلګونه کیلو ګرامه تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د راټولولو خبر ورکړی دی.
کابل ښاروالۍ د ښار له بېلا بېلو بازارونو څخه د سلګونه کیلو ګرامه تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د راټولولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښاریانو روغتیا ته د پاملرنې په موخه د ۷مې ناحیې د مسئولينو له لوري له هټیو، لویو پلورونځیو او مال ګدامونو د څارنې په پایله کې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه تاریخ تېراو بې کیفیته توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یادو توکو کې، شېدې، ملايي، نوشابه، چاکلېټ، صابون، شامپو، بیسکویت، چپس، حشره وژونکي مواد، د وینځلو مایع او یو شمېر نور شامل دي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د توکو پېرلو پرمهال د هغو نیټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.