افغانستان

کابل ښاریان: د افغانیو په مقابل کې ډالر راغورځي خو د توکو بیې لا هم لوړې دي

په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله دا لومړی ځل دی، چې ډالر د افغانیو په مقابل کې په بې مخینې ډول راښکته کېږي او که څه هم افغانیو د اسعارو په نړیوال بازار کې خپل ارزښت لوړ ساتلی خو عام خلک لا هم د لومړنیو توکو د بیو له لوړوالي سر ټکوي. کابل ښاریان وايي، د افغانیو په مقابل کې د ډالر ښکته راتګ د خوراکي او نورو توکو د بیو پر کمولو هیڅ ډول اغېز نه دی کړی.

په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله دا لومړی ځل دی، چې ډالر د افغانیو په مقابل کې په بې مخینې ډول راښکته کېږي او که څه هم افغانیو د اسعارو په نړیوال بازار کې خپل ارزښت لوړ ساتلی خو عام خلک لا هم د لومړنیو توکو د بیو له لوړوالي سر ټکوي. کابل ښاریان وايي، د افغانیو په مقابل کې د ډالر ښکته راتګ د خوراکي او نورو توکو د بیو پر کمولو هیڅ ډول اغېز نه دی کړی.

په دې ورځو کې د کابل ښار په منډوي او نورو سیمو کې د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د وریجو، غوړیو او اوړو د خرڅلاو نرخ د لسو او شلو افغانیو په توپیر د ښاروالۍ له ټاکل شویو بیو سره یو شان دی.

د کابل ښار هټیوال، چې په پرچون ډول خوراکي توکي پلوري، وايي د کابل ښاروالۍ له لوري د ټاکل شویو نرخنامو پر بنسټ توکي پلوري خو څرګندوي چې د ډالر ارزانېدو په بیو د پام وړ مثبت اغېز نه دی کړی.

د کابل د اسمايي کوڅې د خوراکي توکو پلورونکی محمد قاسم وايي، په بازارونو کې د بیو د کمېدو لپاره پکار ده چې د لویو سوداګرو مخه ونیول شي: «که حکومت نرخونه له پورته کنټرول کړي مونږ کنټرول یو، که نرخونه له بالا جایه کنټرول نشي نو مونږ خو نشو کولی چې په تاوان یې خرڅ کړو».

د یادې سیمې بل هټیوال محمد ادریس هم ورته خبره وکړه او ویې ویل، چې حکومت دې د نرخونو د کمولو لپاره لومړی هغه خلک کنټرول کړي، چې له بهره واردات کوي.

د کابل د منډوي یو هټیوال سمیع الله زاخېل وویل: «زمونږ د پرچون فروشانو نرخونه په لویو سوداګرو پورې، چې له بهره توکي واردوي، تړلي دي. که هغوی لس افغانۍ ارزانه راکړي مونږ یې لس افغانۍ ارزانه او که ګران وي ګران خرڅوو».

د خلکو او هټیوالو د دغو اندېښنو په اړه د کابل ښاروالۍ مسئولینو انیس ورځپاڼې ته وویل، که څه هم د ډالر پورته یا ښکته راتګ په بیو اغېزي لري خو یوازې ډالر نه بلکې نور لاملونه هم د توکو د قیمت په ټاکلو کې رول لري.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزي وویل، د افغانیو په مقابل کې د ډالر ارزښت ته په پام دوی د هرې اونۍ لپاره نرخنامې ټاکي او زیاته یې کړه: «کله چې مونږ نرخنامې ټاکو د لویو سوداګرو ټولو مسایلو ته په کتو د هغوی د ګټې او بیا د پرچون فروشانو د ګټې په حفظولو سره نرخنامې جوړوو».

نوموړي دغه راز وویل، کله که د ورځې یا اونۍ په جریان کې ډالر په ناڅاپي ډول ښکته راځي یا پورته کېږي، دغه حالت بیا د بیو د ټاکلو لپاره په پام کې نه نیول کېږي. د ده په وینا ځکه چې دا داسې حالت دی چې ثبات نه لري.

بارکزي دا هم وویل چې خلک دې د ټاکلې نرخنامې څخه د سرغړونې د لیدلو په صورت کې د کابل ښاروالۍ له لوري په نښه شویو ادرسونو ته شکایت وکړي.

د خواله رسنیو ځينې کاروونکو او یو شمېر عامو خلکو دا اندېښنې مطرح کړې وې، چې ګواکې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو راغورځېدل به کومه پټه لوبه وي او دا د عامو خلکو په ګټه نه ده.

مونږ یې په اړه د اقتصاد وزارت له ویاند عبدالرحمان حبیب څخه پوښتنه وکړه، هغه په دې اړه د خلکو اندېښنې بې ځایه وبللې او ویې ویل چې له څو میاشتو راهیسې د معقول پولي سیاست پر بنا د ډالرو او نورو خارجي اسعارو په مقابل کې افغانیو خپل ارزښت لوړ ساتلی دی.

هغه زیاته کړه چې د ډالر په راښکته کېدو کې د عامو خلکو ګټه ده او ښايي د زیان اندېښنې په مشخص ډول څو کړیو راپورته کړي وي، چې غواړي د سوداګرۍ له لارې یوازې خپلې ګټې خوندي کړي.

نوموړي دغه راز وویل، په هېواد کې د افغانیو دودول او په بازار کې یې د تقاضا لوړېدل د دې سبب شوی چې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ارزښت لوړ شي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري هم د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو ټیټېدل د دغه بانک معقول پولي سیاست بولي او زیاته یې کړه، د افغانستان بانک ژمن دی چې په دې برخه کې به هیچا ته د سختو او زیانمنونکو بدلونونو اجازه ورنکړي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *