افغانستان

هند د چابهار له لارې افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم را لېږي

هندي چارواکو د خوړو نړیوال سازمان سره د ۱۰ زره ټنه غنمو د مرستو تړون لاسلیک کړی دی.

هندي چارواکو د خوړو نړیوال سازمان سره د ۱۰ زره ټنه غنمو د مرستو تړون لاسلیک کړی دی.
ویل شوي، چې دغه غنم به د هند له لوري دغه سازمان ته ورکول کېږي، چې په افغانستان کې یې پر بېوزلو خلکو ووېشي.
د هندي چارواکو په خبره، دوی به دا غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
د ملګرو ملتونو د ځینو راپورونو له مخې، په افغانستان کې اړمنو ته د بشري مرستو بودیجه په کمېدو ده.
د هند حکومت تر دې مخکې هم افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم ورکړي وو.
د هند حکومت اعلام کړی و، چې ۵۰ زره ټنه مرسته شوې غنم به د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي، خو د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې افغانستان ته د دې مرستو د لېږد مخه ونیوله او بالاخره له شاوخوا یو کال وروسته د خوړو د نړیوال سازمان په منځګړیتوب د هند حکومت دغه مرسته وکړه.
په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته د غنمو د بار وړلو په برخه کې له مرستې د پاکستان انکار د دې لامل شو چې دا ځل د هند د مرستو کارګو د ایران د چابهار بندر له لارې ولېږدول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *