افغانستان

په ارزګان کې د پاکستانيو کلدارو راکړې ورکړې خلک زیانمن کړي

په ارزګان کې له تېرو دريو لسيزو راهیسې په پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه کېږي خو د اسلامي امارت مسئولينو یې اوس د مخنيوي هڅې پیل کړې دي.

په ارزګان کې له تېرو دريو لسيزو راهیسې په پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه کېږي خو د اسلامي امارت مسئولينو یې اوس د مخنيوي هڅې پیل کړې دي.

ځايي اوسيدونکي وايي له هغه وروسته چې پاکستانيو کلدارو ارزښت د لاسه ورکړی له امله يې ددې ولايت اوسيدونکو ته په ورځنۍ راکړه ورکړه کې زيانونه اوښتي دي.

دارزګان ولايت دوه اوسيدونکي محمدظاهر له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستانيو کلدار مخنيوي ته دې جدي پام وکړي.

محمدظاهر:«خلک په کلدارو کې سخت ژوبل شول ځکه کلداره پورته کښته کېږي کله چې بیا موږ پیر او پلور ورباندې کوو هر څه سره ګډ وډ شي موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دا ستونزه حل کړي ځکه افغانۍ زموږ پیسې دي.»

سيدنبي:«په دې کې موږ ډير تاوانيان کېږو يوه ورځ وايي کلدارې کښته دي بله ورځ وايي لوړه ده زه قسم کومه چې په دغه سرای کې ټوله کلداره کارول کېږي.»

د عبدالروف په نوم د ترينکوټ يو تن هټۍ وال وایي چې د کلدارو پر بندېدو خوښ دی او حکومت یې باید کارول بند کړي

«چې حکومت کلداره بند وکړي موږ په دې کار سره ډير خوشحاله يو ځکه په قيمتونو کې زيات تغییر راولي توکي په افغانۍ په يوه قيمت وي په کلدارو بیا بل قيمت لري.»

شاوخوا ۵ مياشتې کېږي چې په ارزګان کې حکومت د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز لګولی دی خو داسې ښکاري چې د یاد بندیز عملي کېدو ته لا هم باید هڅې وشي.

ددې ولايت والي مولوي علي جان احمد دوې ورځې وړاندي ديني عالمانو اوقومي مشرانو ته په وينا کې وويل چې نور د بهرنيو اسعارو د مخنيوي په برخه کې له خلکو سره هيڅ ډول نرمښت نه کوي.

هغه وايي هغه کسان چې په بهرنيو پیسو راکړه ورکړه کوي د محکمې له پريکړې پرته به يې خوشې نه کړي.

«هر څوک چې مو په دې جرم ګير کړي په الله ج دې مې قسم وي که يې د محکمې له پريکړې پرته بیا خوشي کړمه که تاجر وي که دوکاندار وي که يې د بل په پیسو باندې راکړه ورکړه کړې وي هر عمل چې محکمې ورسره وکړ زه یې تاییدوم .»

د یادونې ده چې دارزګان ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو جنوبي ولايتونو کې هم په پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه کېږي چې دې کار نه یوازې تاوان اړولی بلکې د افغانیو د ارزښت په وړاندې یې هم ګواښ رامنځته کړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *