افغانستان

قزاقستان، افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو لړۍ بیا پیلوي

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولوی نورالدین عزیزی په کابل کې د قزاقستان هېواد د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ له وزیر ګارین سریک مکاشیوویچ سره په کتنه کې د اقتصادي، ټرانزیټي، پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولوی نورالدین عزیزی په کابل کې د قزاقستان هېواد د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ له وزیر ګارین سریک مکاشیوویچ سره په کتنه کې د اقتصادي، ټرانزیټي، پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د دې کتنې په پیل کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست مولوی نورالدین عزیزي د قزاقستان هېواد لوړ پوري پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د تړونونو، ټرانزیټي آسانتیاوو، د ګډې خونې رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، د مستقیم هوایي دهلېز جوړولو، د نندارتونونو په جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ درې میلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ د کچې لوړولو، ریل پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
عزیزي د قزاقستان هېواد له همکاریو څخه په مننې سره افغانستان ته د وارداتي غله جاتو د سیمې ( افغانستان او جنوبي آسیا ) د نفوسو پر ستونزو تینګار وکړ او ویې ویل، چې د ترکمنستان له خاورې څخه د ریل پټلۍ لارې جوړول د افغانستان لوېدیځې سیمې تر پوښښ لاندې نیولای او د چابهار بندر ته لنډه ترانزیټي لاره کېدلای شي.
ورپسې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر ژومان ګارین سیرک مکاشیویچ د افغان لوري د خبرو په تائید سره وویل، چې قزاقستان چمتو دی چې افغان سوداګرو ته ۳۰ ورځنۍ ویزې ورکړي.
هغه دغه راز د ریل پټلۍ د جوړولو په برخه کې د قزاقستان د پانګوالو ونډې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د کانونو په برخه کې د دوی شرکتونه د پانګونې ښه او لوړ ظرفیت لري، نوموړې د ګډې خونې د رامنځټه کولو څخه ملاتړ څرګند کړ او په هرات کې يې د سوداګرۍ خونې د پرانیستلو خبر ورکړ.
په دوام يې د دواړو هېوادونو د خصوصی سکتور په مختلفو برخو کې درې کمېټې جوړې کړې، چې د پانګونې په آسانتیاوو، په دواړو هېوادونو کې د شته وړتیاوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او راکړې ورکړې په پراختیا بحث وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *