افغانستان

د ایران مرستیال سفیر: حاضر یوو چې جلال آباد ته الوتنې پیل کړو

په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر د ننګرهار له والي سره په کتنه کې جلال آباد ته د ایران د هوايي شرکت د الوتنو پیلېدو ته چمتووالی وښود.

په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر د ننګرهار له والي سره په کتنه کې جلال آباد ته د ایران د هوايي شرکت د الوتنو پیلېدو ته چمتووالی وښود.
په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي د ننګرهار له والي سره په کتنه کې پر بېلابېلو ګډو موضوعاتو خبرې وکړې.
له بلې خوا په کابل کېې د ایران سفارت په خبرپاڼه کې لیکلي چې د ایران مرستیال سفیر د ننګرهار له والي سره د افغانستان په ختیځ کې د سوداګريزو اړیکو د پراختیا، د جلال اباد هوايي ډګر ته د ایراني الوتکو د تګ راتګ او په جلال اباد ښار کې په لنډو ورځو کې د ایران له لوري د شکر ناروغۍ د درملنې د یوه مرکز د پرانیستنې په اړه خبرې وکړې.
تر دې وړاندې ننګرهار ته د ایران د مرستیال سفیر په خپل سفر کې وېیلي و چې د افغانستان ختیځ د کرنې او مالدارۍ ښه ظرفیتونه لري او دوه هیوادونه له دغو امکاناتو ګټه واخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *