
افغانستان
پروان کې د داعش پر ضد د عملیاتو خبر ورکړل شوی
د پروان امنیتي چارواکو ویلي، چې د داعش پر ضد په تازه عملیاتو کې یې د دغې ډلې یو غړی وژلی او دری ښځې او ۷ ماشومان یې ژوندي نیولي دي.
د پروان امنیتي چارواکو ویلي، چې د داعش پر ضد په تازه عملیاتو کې یې د دغې ډلې یو غړی وژلی او دری ښځې او ۷ ماشومان یې ژوندي نیولي دي.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند محمد کامران زيد وېیلي، دغه عمليات تېره ورځ د چاريکارو ښار د “ښوونکو ښارګوټي” په سيمه کې ترسره شوي دي.
د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د داعش یو غړی وژل شوی، درې ښځې او اوه ماشومان چې د وژل شوي کس د کورنۍ غړي دي، نیول شوي دي.زید زیاته کړه چې نیول شوي کسان له هرات ولایت څخه پروان ته راغلي وو.