جهان
اسرائیل کې پر خلکو د موټر ورخېژولو برید
اسرائیل کې روغتیا پالان وايي، پر خلکو د موټر خېژولو پېښه کې ایټالوی سیلاني وژل شوی او ۷ نور کسان ټپیان دي.
اسرائیل کې روغتیا پالان وايي، پر خلکو د موټر خېژولو پېښه کې ایټالوی سیلاني وژل شوی او ۷ نور کسان ټپیان دي. د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت په وینا اسرائیلي چارواکو وژل شوی کس د ایټالوي وګړي الیساندرو پاریني په نامه یاد کړی دی. په خپرو شویو تصویرونو کې د سمندر غاړې ته نژدې یوه لار کې یو اوښتی موټر او یو اسرائیلی پولیس په داسې حال کې لیدل کېږي چې ډزې کوي. مشکوک بریدګر هم د امنیتي کسانو په ډزو وژل شوی دی. ځايي پولیسو ویلي بریدګر یوسف ابو جابر نومېده او د کفر قاسم عرب-اسراییلي ښار اوسېدونکی و.