افغانستان

د افغانستان د اوبو کلنۍ کچه ۶۹ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت څرګنده کړې؛ په هېواد کې د پخوانۍ سروې له مخي د افغانستان د اوبو کلنۍ کچه ۷۵ میلیارد مترمکعب ټاکل شوې وه، چې اوس ۶۹ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت څرګنده کړې؛ په هېواد کې د پخوانۍ سروې له مخي د افغانستان د اوبو کلنۍ کچه ۷۵ میلیارد مترمکعب ټاکل شوې وه، چې اوس ۶۹ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوې ده.
د دغه وزارت مسوولینو وېيلي؛ له ایران سره د اوبو په برخه کې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د حقابې پر بنسټ عمل کوي. که کوم بل ګاونډ هېواد هم د افغانستان سرحدي اوبو په اړه اندېښنه لري؛ نو د اوبو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ورسره هر راز پرېکړې ته چمتو دي.
د دغه وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په هېواد کې د انرژۍ د تولید په برخه کې له کورنیو بېلابېلو منابعو څخه يې د تولیدي بهیر هڅې پیل کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر آخوندزاده وېیلي: موږ د ټول هېواد پر کچه د اوبو او د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره تدا بیر پراخ کړي او په وروستیو نړیوال اقلیمي ستونزو کې زمونږ د هېواد داوبو کچه هم له ۷۵ میلیارد متر مکعب څخه ۶۹ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوې ده.
د دغه وزارت مسوولینو په ډاګه کړې: له ایران سره د اوبو په برخه کې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د حقابې پر بنسټ عمل کوي. که کوم بل ګاونډ هېواد هم د افغانستان د سرحدي اوبو په اړه اندېښنه لري؛ نو د اوبو نړیوالو قوانینو پر بنسټ ورسره هر راز پرېکړې ته چمتو يوو.
دغه راز دوی د انرژۍ د تولید لپاره له بېلا بېلو سرچینو تولیدي هڅې روانې ساتلي دي.
افغانستان یوازې د اوبو له منابعو څخه ۲۳ زره میګاواته د انرژۍ تولیدي وړتیا لري.
د دغه وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د راتلونکي کال لپاره ۴۱۱ بېلا بېلې پروژې دیزاین کړي، چې ۱۰ اعشاریه ۲ میلیارد افغانۍ مالي لګښت لري، چې د عملي چارو بهیر به یې د ماليې وزارت لخوا د بودجې له توشیح وروسته پیل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر اخوندزاده وایي: د انرژۍ د تولید په برخه کې مو د اوبو پر پروژو سربېره له خصوصي سکتور او بهرنیو پانګوالو سره د پانګونې د جذب او همداراز د هېواد پر بېلا بېلو پروژو د ګاز د انرژي د تولید په اړه فعالیتونه تر سره کړي او په اړه یې هڅې روانې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *