جهان

د واګنر اجیر وسله وال بېلاروس ته اوښتي

د اوکرایین سرحدي ځواکونو تایید کړه چې د واګنر اجیرې ډلې وسله وال له روسیې ګاونډي بېلاروس ته اوښتي دي. د اوکرایین سرحدي ګارد ‹ډي‌پي‌اېس‌یو› وېيلي چې دا به وڅېړي چې د واګنر څومره وسله وال بېلاروس کې دي او هلته څه اهداف لري. بېلاروس له اوکرایین سره هم ګډه پوله لري.

د اوکرایین سرحدي ځواکونو تایید کړه چې د واګنر اجیرې ډلې وسله وال له روسیې ګاونډي بېلاروس ته اوښتي دي. د اوکرایین سرحدي ګارد ‹ډي‌پي‌اېس‌یو› وېيلي چې دا به وڅېړي چې د واګنر څومره وسله وال بېلاروس کې دي او هلته څه اهداف لري. بېلاروس له اوکرایین سره هم ګډه پوله لري. د شنبې سهار وختي د واګنر وسله والو ۶۰ ګاډي له روسیې بېلاروس ته اوښتي دي. واګنر ملېشې تېر جون کې له لنډمهالي بغاوت سره د ولسمشر ولادیمیر پوتین واک وننګاوه. دغه وسله وال هغه مهال له اوکرایین روسیې ته واوښتل او د مسکو پر لور غورځنګ کې یې د یو سرحدي ښار واګې هم لاس کې واخیستې. دغه بغاوت وروسته د بېلاروس د ولسمشر ‹الکساندر لوکاشینکو› په منځګړیتوب پای ته ورسېد.په دې هوکړه کې د واګنر جنګیالیو ته خوښه ورکړ شوې وه، چې یا دې د روسیې له پوځ سره یو ځای شي،‌ او یا دې د مسکو نږدې متحد بېلاروس ته واوړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *