فرهنگی

د کتابونو نندارتونونه د مطالعې د فرهنګ په وده کې ستر رول لري

په دې وروستيوو کې په پلازمېنه کابل کې د کتاب يو شمېر نندارتونونه جوړ شول، چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي، دا نندارتونه د پلازمينې کابل په ميرويس ميدان ( کوټه سنګي)، پل سوخته، ده افغانانو او نورو سيمو کې پرانيستل شوي دي.

حمزه
په دې وروستيوو کې په پلازمېنه کابل کې د کتاب يو شمېر نندارتونونه جوړ شول، چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي، دا نندارتونه د پلازمينې کابل په ميرويس ميدان ( کوټه سنګي)، پل سوخته، ده افغانانو او نورو سيمو کې پرانيستل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دغو نندارتونونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکښ رول لوبولی دی، دغه وزارت نه يوازې د کتاب نندارتونونو لپاره زمينه برابره کړې، بلکې د کتاب په نندارتونونو کې يې ستره ونډه هم اخيستې ده.
د روانې وري مياشتې په ۱۱ مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د بیهقي کتاب خپرولو ریاست يوځل بيا په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې پيل کړې دي، چې د زړه له تله يې هرکلی کوو. د بيهقي کتاب خپرولو رياست د نورو ازادو کتاب خپرولو ادارو او ناشرانو سره په ګډه دغه چوپړ ته زور ورکړی دی، دغه رياست دا ځل د پلازمېنې کابل په ميرويس ميدان يا کوټه سنګي سیمه کې د قرانکریم او کتاب تر سرليک لاندې بل ۳ ورځنی نندارتون هم جوړ کړ.
دغه نندارتون د بیهقي کتاب خپرولو د رييس عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده او یو شمېر نورو دولتي مسوولینو له لوري پرانیستل شو.
د یاد ریاست د نندارتونونو جوړولو مسوول غوث الدین رسنيوو ته ووېیل چې په یاد نندارتون کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست سربېره 91 خصوصي ناشرانو هم ګډون کړی او څه د پاسه ۲۵ زره ټوکه کتابونه پکې نندارې ته ایښودل شوي دي.
نوموړي له کابل ښاریانو څخه هم غوښتنه وکړه، چې له یاد نندارتون څخه لیدنه وکړي او خپل د خوښې وړ کتابونه ترلاسه کړي.
یو شمېر خصوصي ناشرانو هم له رسنيوو سره په خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه، او ويې وېیل چې د ورته نندارتونونو جوړول له کتاب لوستنې سره د ځوانانو د علاقې او کتاب خرڅونې لپاره د بازار موندنې په برخه کې مرسته کوي.
یو شمېر ځوانانو، چې له دغه نندارتون څخه يې لیدنه کوله هم خوښي څرګنده کړه، چې دا ‌ډول نندارتونونه تر یوه چتر لاندې او په اسانه توګه د هر ډول کتابونو مطالعې او تر لاسه کولو ته لاره هواروي.
د یادونې وړ ده، چې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست تر دې څو ورځې وړاندې هم د پلازمېنې کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې هم ورته ۳ ورځنی نندارتون جوړ کړی و، چې د خلکو تود هرکلی يې هم له ځان سره درلود.
له دې وړاندې په کابل کې د پل سوخته پر سر د کتابونو ستر نندارتون جوړ شو، چې خلک يې نه يوازې حيران کړل، بلکې د دغه راز هڅو ستاينه يې هم د زړه له وکړه. د حيرانۍ مسئله خو دا وه، چې پل سوخته په کابل کې پر مخدرو موادو د روږدو کسانو د راټولېدنې ستر مرکز و، چې د خلکو په فکرونو کې يې ناوړه انځور لا هم شته، له دغه پله د شپې پر مهال تېرېدل سخت کار و او آن د سړي د ژوند بيه ورسره تړلې وه،ځکه د روږدو کسانو له خوا به پرې يرغل کېدا او لوټېدل کېدا به.
د پل سوخته پر سر د کتاب نندارتون دا ښکاره کړه، چې افغانان د مطالعې لپاره تږي دي او دا ولس علم پروره ولس دی، چې له جګړو او ناخوالو کرکه لري، دغه راز د پل سخوته نندار نړۍ ته دا انځور هم وړاندې کړ، چې افغانان مخدر مواد نه توليدوي، بلکې پرضد يې (علمي مبارزه) کوي، خو دا نړيوال دي، چې له جګړو او کرکو سره يې يوځای پر افغانانو مخدر مواد هم تپلي دي.
د پل سوخته کتاب نندارتون ته ورغليو ځوانانو وېيل چې په دغه نندارتون کې د مطالعې کلتور د راتلوونکي لپاره هیله بښوونکی دی:«له نېکه مرغه دلته اوس ځوانان کولای شي چې کتاب مطالعه کړي.»
افغانان چې د سولې په فضا کې د علم او مطالعې تږدي دي، پر کابل سربېره يې په ګڼو نورو ولايتونو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي دي، په دغه ډګر کې آن ښځو او مېرمنو هم خپله ونډه اخيستې ده، څه موده وړاندې په بدخشان کې د مېرمنو له خوا د سرک پر سر د کتاب نندارتون د مېرمنو له خوا پرانيستل شو، همدا رنګه په کندوز، بلخ ، ننګرهار،هرات او … کې هم د کتاب نندارتونونه جوړ شوي او د مطالعې مينه والو او څېړنکيو ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي.
په ټوله کې د کتاب نندارتون، د علم د ودې او د کتاب لوستلو او پلورلو فرهنګ د عامولو او پراختيا ډرګرونه پرانيزي، له همدې امله مو غوښتنه دا ده، چې د کتاب غه نندارتونونه بايد وخت په وخت جوړ کړل شي او د مطالعې لپاره د کتاب موندلو لارې چارې نورې هم اسانې کړل شي. دا د کتاب د ناشرانو او په ټوله کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه ستړې کېدونکې هڅې غواړي.
د کتاب نندارتون د مطالعې او څېړنې د فرهنګ د ودې ترڅنګ د کتاب پلورلو لپاره هم د بازار موندنې زمينې برابروي او د کتاب ناشران او پلورنځني په دې برخه کې ستر پرمختګ کولی شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن