افغانستان
افغانستان د صادراتو کچه زیاته شوې
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په پیل کې د افغانستان صادرات یو میلیارد شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلي او د کال تر پایه به نور هم زیات شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په پیل کې د افغانستان صادرات یو میلیارد شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلي او د کال تر پایه به نور هم زیات شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ډېری صادرات پاکستان، هند، ایران، چین او روسیې ته کېږي، چې سکاره، جوار، پنبه او ممیز په کې شامل دي.
چارواکي وايي، چې د عوایده عمده برخه د ډبرو سکرو له اړخه ده.