اجتماعی

د قشقرې د نفتو د څاګانو په زیاتیدو د عواید کچه لوړیږی

د سرپل د آمو د سیند د نفتو حوزه چی د ا وخت یی نوری اته څاه ګانې د ملا عبدالغنی برادر او شیخ شهاب الدین دلاور لخوا رسماً پرانستل شوی تمه کېږي چې په راتلونکي وخت کې چې نورې څاه ګانې هم فعالې شي، کال په کال پنځه سوه میلیونه ډالر عواید راوړي.

د سرپل د آمو د سیند د نفتو حوزه چی د ا وخت یی نوری اته څاه ګانې د ملا عبدالغنی برادر او شیخ شهاب الدین دلاور لخوا رسماً پرانستل شوی تمه کېږي چې په راتلونکي وخت کې چې نورې څاه ګانې هم فعالې شي، کال په کال پنځه سوه میلیونه ډالر عواید راوړي.

د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند همایون افغان د یوی مرکې به ترڅ کې وویل دا وخت چی د آمو د سیند د نفتو د حوزی د فعالو څاګانو شمېر اوولس ته رسیدلي دي او ټاکل شوی ده وروسته نوری لس څاګانې هم پرانستل شي ددی امید واري شته ده چې یو وخت به افغانستان د تیلو له پلوه په ځان بسیا شي.

ده وویل د نفتو او ګازو د څاګانو څخه د تېلو او ګازو د رایستلو قرارداد د تیری اداری لخوا د چینایانو سره شوی وو خو د کلونو په اوږدو کې یې د تېلو او ګازو د استحصال کوم درک ونه لګیده خو د اسلامي امارت په راتلو سره یاد قرارداد د افغانستان په ګټه بیا تجدید او ترمیم شو او عملاً یی د استخراج چاری پیل شوي دي او د هری ورځی په تیریدو سره یی تولید زیاتیږي او ګڼو کسانو ته پکښی د کار کولو امکانات برابریږي. ده زیاته کړه همدا اوس د آمو سیند د نفتو حوزی نه د ورځې اته سوه ټنه خام تیل ترلاسه کیږي چی د شفافې داوطلبۍ له لارې په شرکتونو پلورل کیږي او په حیرتانو کې د پروسس نه وروسته ګټې اخیستلو ته چمتو کیږي.

افغان وویل د افغانستان د کانونو په قلمرو کې چې کوم مثبت بدلونونه را روان دي او په ملي او نړیواله کچه کې د پانګه والو پام ځان ته را اړولی دی د نفتو په ګډون د ټولو قیمتي او نیمه قیمتي منرالونو د استخراج چارې په چټکۍ روانې دي او داسې ورځ به نه وي چې پانګه والو به د کانونو او پټرولیم وزارت ته د داوطلبۍ او د کانونو د اکتشاف او استخراج په مقصد مراجعه نه وي کړي، تر دې دمه زیات لوی او کوچني کانونه د شفافې داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړ شوي چې ځینې د نفتو په شان په ثمر راغلي دي او دغه لړۍ چټکه روانه ده.

ده وویل: د اسلامي امارت د مشرتابه حکم دی چې باید د کانونو د کیندنو او استخراج په چارو کې په شفافیت سربیره پانګه والو ته د پانګې اچونې میکانیزم آسان او ساده کړی شي او د کانونو د کیندنې په چارو کې کورنیو انجینرانو او کارګرو ته د کار کولو امکانات

برابر شي، لکه چې یوازې د نفتو د حوزې په پروژه کې پنځه سوه پنځوس کورني انجینران او کارګران په کار لګیا دي او که د ټولو کانونو د کیندنې په چارو کې د کارګرانو احصائیه راټوله شي سلګونه زره کسانو ته رسیږي.

افغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ګازو استخراج په کوم پړاو کې دی او تردې دمه ترې څومره ګاز ترلاسه شوي دي؟ هغه وویل چې شبرغان کې د ګاز زیاتې څاګانې شته دي چې هره ورځ شپږسوه زره متر مکعب ګاز تولیدوي همدارنګه د سلفرو د تولید څاګانې هم شته دي د نورو څاګانو د کېدنې او استخراج لپاره هم هڅې دوام لري. همدارنګه  د شبرغان څخه مزار شریف ته د پایپ لین غزول په پام کې دي چې دمخه یی چارې پيل شوي دي ددې پروژې د بشپړیدو لپاره شپږسوه میلیونه افغانۍ پکار دي چې د دولت لخوا ورکول کیږي.

جمال کوټوال

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *