د اوبو او انرژئ سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندینی هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس مولوي سردار ولي مزمل او تخنیکي ټیم په ملتیا ، بادغیس ولایت ته د دغه ولایت د اوبیزو سرچینو د لیدلو په موخه په سفر ولاړ. په دغه سفر کې، د اوبو او انرژئ سرپرست وزیر له مرغاب سیند څخه د لیدنې او د دغه سیند د اوبو د مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکي مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکارئ د ژمنې ترڅنګ د بادغیس له مرستیال والي مولوي غلام محمد او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسؤلینو سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او برېښنا تولید په هکله خبرې، وکړې. همدغه راز، د اوبو او انرژئ سرپرست وزیر په دغه سفر کې د مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د هغوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ یې، هغوی ته لارښوونه وکړه چې ورسپارل شوې دندې په بشپړه ریښتینولۍ او پر وخت سره ترسره کړي ځکه اسلامي امارت د ټولګټو خدمتونو د ترسره کولو په ځانګړې توګه د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې ټینګ هوډ لري.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن