افغانستان
کندهار کې د بيبي ګوهر د سربو او جستو کان د را سپړلو تړون لاسليک شو
د کندهار چارواکو وېیلي، چې د خاکرېز ولسوالۍ د بيبي ګوهر د سربو او جستو کان د استخراج تړون یې د بلال بصیر په نوم هغه خصوصي شرکت ته سپارلی، چې د کندهار- دهراوود ترمنځ د سړک جوړونې چارې مخته وړي.
د کندهار چارواکو وېیلي، چې د خاکرېز ولسوالۍ د بيبي ګوهر د سربو او جستو کان د استخراج تړون یې د بلال بصیر په نوم هغه خصوصي شرکت ته سپارلی، چې د کندهار- دهراوود ترمنځ د سړک جوړونې چارې مخته وړي.
د کندهار د کانونو او پټرولیم ريیس مولوي عبدالحنان حامد ووېیل، چې یاد شوي شرکت ته د سړک جوړولو د پیسو پر ځای د یوه کان د استخراج تړون ورکړل شوی.
دغه چارواکي د یاد شوي تړون په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي، خو وېیلي يې چې دا په کندهار کې دولسم کان دی چې خصوصي شرکتونو ته ورکول کېږي.