افغانستان

قاری محمد یونس راشد: اوسنی حکومت له نمایشي کارونوسره علاقه نه لري

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین په سرپل کې د یو روزنیز مرکز د پرانیستلو پرمهال ویلي، چې اوسنی حکومت نمایشي کارونو ته علاقه نه لري.

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین په سرپل کې د یو روزنیز مرکز د پرانیستلو پرمهال ویلي، چې اوسنی حکومت نمایشي کارونو ته علاقه نه لري. د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد په سرپل کې د ځوانانو لپاره د روزنیز مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې وویل:«اوسنی حکومت نمایشي کارونو ته علاقه نه لري او افغانستان د ځوان نسل له پلوه بډای هېواد دی او د ولایتونو تر منځ له توپیر پرته ځوانانو ته حق ورکوو.»نوموړی دغه راز زیاته کړه: «موږ له ځوانانو څخه د کار غوښتنه نه کوو، بلکې د هغوی لپاره کار کوو، موږ هېڅکله له دوی څخه  ونه غوښتل چې د اوسني حکومت په ګټه تظاهرات او یا تبلیغات وکړي.» د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم قاري محمد یونس راشد ځینو نورو ولایتونو ته هم سفر کړی و او د ځوانانو ستونزو ته یې د رسېدنې ډاډ ورکړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *