افغانستان
د بغلان په جلګه ولسوالۍ کې ترلاسه شوې تاریخي سیکې ملي موزیم ته وسپارل شوې
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې ترلاسه شوې تاریخي سیکې ملي موزیم ته وسپارل شوې.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې ترلاسه شوې تاریخي سیکې ملي موزیم ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي باختر آژانس ته وویل چې د جلګې ولسوالۍ په یرم سیمه کې څه موده وړاندې ترلاسه شوې ۷۵ سیکې او یوه کوزه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لارښوونه ملي موزیم ته سپارلې دي.
مولوي هاشمي په خبره، ترلاسه شوې سیکې او کوزه ۲ زره کاله تاریخي مخینه لري، چې د ساسانیانو دورې پورې تړاو لري.