سیاسی

باید د عصر مطابق وسلې جوړې  او زده کړو!

امیر شېر علي خان چې دوهم ځل واکمن شو، نو د ده او سید جمال الدین افغان ترمنځ کوم شرخوښي او ځانخوښي شخص شیطاني وکړه او امیر یې د علامه افغان پر خلاف ولمساوه، چې علامه د امیر له مخالفینو سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې واقعیت داسې نه و، ځکه علامه سید د ټول مسلمان ملت یووالی او اتحاد غوښتلو، د پان اسلاميزم داعي و. په هر حال امیر شېر علي خان له افغان سیده غوښتنه وکړه چې خپل ټاټوبی پرېږدي او بلې خوا ته لاړ شي.

ساجدالله عظمت

امیر شېر علي خان چې دوهم ځل واکمن شو، نو د ده او سید جمال الدین افغان ترمنځ کوم شرخوښي او ځانخوښي شخص شیطاني وکړه او امیر یې د علامه افغان پر خلاف ولمساوه، چې علامه د امیر له مخالفینو سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې واقعیت داسې نه و، ځکه علامه سید د ټول مسلمان ملت یووالی او اتحاد غوښتلو، د پان اسلاميزم داعي و. په هر حال امیر شېر علي خان له افغان سیده غوښتنه وکړه چې خپل ټاټوبی پرېږدي او بلې خوا ته لاړ شي، علامه افغان سید پاچا شېر علي خان ته ورغی او ورته کړه یې چې زه له هېواده ځم، په بهر کې به هم ستا له مخالفینو سره و نه ګورم؛ خو زما څو سپارښتنې واوره:

۱ ـ د ملت د ويښتابه له پاره جریده خپرول پيل کړه.

۲ ـ پښتو د رسمي ژبې په حیث وټاکه.

۳ ـ د هېواد د ساتنې لپاره وسله وال پوځ جوړ کړه.

۴ ـ د پوځ لپاره معاصره وسله تیاره کړه، یعنې د وسلې فابریکې جوړې کړه.

امیر شېر علي خان د علامه افغان سید سپارښتنې ومنلې او نوموړی (سید) یې رخصت کړ، علامه چې امیر ته کوم وړاندیزونه وکړل، هغه د قرآن او حدیثو په رڼا کې وو؛ ځکه الله عزوجل وايي: اې مسلمانانو! څومره ځواک او د اسونو چوڼۍ چې تاسو جوړولی شئ، د دوی د مقابلې لپاره یې چمتو کړئ. دهغه تاسو د الله جل جلاله پر دښمن او ستاسو پر موجوده دښمن وېره خپره کړئ. او له دې پرته په نورو هم چې تاسو یې اوس نه پېژنئ، الله جل جلاله یې پېژني. او تاسو چې د الله جل جلاله په لاره کې څه شی لګوئ، هغه تاسوته پوره پوره درکول کیږي او ستاسو لپاره څه کمی نه کیږي». سورة انفال: (۶۰) آیت

په پورتني ايت کې (قوت) ذکر شوی او په حدیث کې یې داسې شرح شوې ده: حضرت عقبه بن عامر رضی الله عنه وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منبر ناست و او ویې ویل: «ألا أن القوة الرمي، ألا أن القوة الرمي، ألا أن القوة الرمي.» یعنی خبردار! بېشکه قوت او ځواک چې دی هغه ویشتل دى، خبردار! په یقین سره قوت او ځواک هغه ویشتل دي، خبردار! په باوري ډول قوت او ځواک ویشتل دي. مسلم شریف

(أعدوا): له (اعداد) څخه امر دی، دا په مستقبل کې د یو څیز چمتو کول راښيي.

(ما استطعتم): عام لفظ دی، د وضعيت او شروطو مطابق د انسان ټولو امکاناتو ته شاملیږي،

(رباط الخیل): د اسونو ساتل او روزل راغلي او د هر وخت هر ډول وسله ترې هدف دی. په هره زمانه کې چې کومه وسله دښمن کاروي، باید مسلمانان هم هغه ترلاسه او زده کړي او له دښمن سره پرې وجنګیږي. او همداشان په حدیث شریف کې راغلي: (ألا أن القوة الرمي) خبردار! بېشکه قوة/ځواک ویشتل دي. او دا جمله درې ځله د تاکید په موخه تکرار شوې. او ګټه یې دا وه چې غشي ویشتل له لرې ځایه تر سره کیږي، خطر یې کم دی، توره او نېزه مخامخ نژدې کاریږي. نو اوسنۍ (رمی) یعنی ویشتل، ګوزارول او توغول له لرې ځایه ترسره کیږي او اوسمهال خو زیاتره د کمپيوټر په ذریعه ترسره کیږي. اوس باید هر ډول وسله له مسلمانانو سره موجوده وي، یعنی د وسلو کارخونې (فابریکې) ولري، شتمن هېوادونه یې له نړیوالو څخه راونیسي. هغه له نفتو ډک هېوادونه چې ټول عواید یې واکمنان د ځاني غوښتونو په پوره کولو باندې مصرفوي، د دښمن د ځپلو او جهاد کولو لپاره چمتووالی نیسي یعنی وسلې نه جوړوي، ولې یوه لوبغاړي ته په میلیاردونو ډالر ورکوي او په نورو ډېرو امتیازاتو یې هم نازوي!!! په هغه لویه ورځ به دا واکمنان الله عزوجل ته څه ځواب ورکوي!؟ رسول مقبول صلی الله علیه وسلم د خپل وخت د پرمختللې وسلې منجنیق د زده کړې لپاره څو کسه اصحاب کرام رضی الله عنهم یمن ته ولېږل، د هغه مبارک دا کړنه موږ ته دا درس راکوي چې باید هر ډول وسله زده کړو او ولرو، زموږ لارښود حضرت محمد مصطفی[ صلی الله علیه وسلم ]چې له دنیا کوچ کولو، نو (۹) تورې یې په کور کې ځړېدلې. او همداشان په کور کې یې نېزې، غشي، لیندې، زغرې او نور د جهاد وسائل لرل.

دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت په لاس غلام نظام نسکور شو او د هغوی باداران وتښتېدل، اسلامي نظام په هېواد کې قائم شو. (الحمدلله) .

هو! نظام په ډېرو عادي وسلو، خو د مجاهدینو په سرښندنو او د استشهادیانو په تندریزو بریدونو سره په پښو ودرېده، اوس دا نظام ساتل غواړي او ساتنه یې په وسله کیږي او وسله د علم، پوهې او تخنیک په واسطه جوړیږي، چې علم او پوه نه وي، نو وسله نه جوړیږي! هغه بله ورځ یوه کس ویل: په تش لاس مو هېواد ازاد کړی، په ساده لرګي یې هم ساتلی شو. نو د هغه د پوهې کچه ټيټه وي، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له جهادي وسلو څخه نه و خبر!!! که د لرګي خبره وای، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم تورې او نور وسایل ولې ساتل، هغه خو یوه صحابي ته لرګی ورکړ او هغه (لرګي) له تورې ښه کار کولو، اما په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه غزا کې دوې زغرې اغوستې دي، د الله جل جلاله په ساتنه یې پوره باور او بشپړه بروسه وه، هغه پر دې باور درلوده چې الله عزوجل زما ساتنه کوي، که هغه مې حفاظت و نه کړي بیا دوې زغرې ما نه شي ساتلی. ولې له دې څخه موږ ته دا را زده کوي چې توکل او بروسه پر الله جل جلاله کوئ او وسله دښمن د ډارولو لپاره

کاروئ.

حضرت طالوت کله چې د هغه مهال د نبي (علیه السلام) په وینا د جالوت مقابلې ته له یوه لښکر سره لاړ او په پای کې (۳۱۳) کسه ورپاتې شول او د دښمن شمېر ډېر زیات و؛ خو د طالوت په لښکر کې د الله جل جلاله یو رسول (حضرت داود علیه السلام) و، د هغه دبشخنوزې (پلخمان) په وسيله جالوت مردار شو او لښکر یې ماتې وخوړه. نو هماغه داود ( علیه السلام)دجهاد لپاره زغرې جوړولې، الله جل جلاله وايي:« او موږ هغه ته ستاسو د ګټې لپاره د یو جنګي لباس (زغرې) جوړولو پوهه ورښوولې وه، چې هغه تاسو په جنګ کې د یو بل له واره وساتي. اوس ووایاست چې تاسو شکر وېستونکي یئ؟!» سورة انبیاء: (۸۰)ايت

هغه مهال زغرې په کار وې، اوس چې کومې پرمختللې وسلې په جنګونو کې په کارېږي، یا مونږ هغه ولرو او زده یې کړو. که څوک ووايي: دا وخت خو په وطن کې امن او امان دی؛ جنګ نه شته. سمه ده چې جنګ نه شته خو دا یاد لرل په کار دي چې د اسلام دښمن او د ګران هېواد دښمنان هېڅکله ارام نه کیني. هېواد مو خپلواک شو، ساتل یې راباندې فرض دي او بله دا چې الله جل جلاله امر کړی چې د دښمن مقابلې ته تل ځانونه چمتو کړئ، نو موږ باید تل چمتو او تیار یو، ځکه دا ټاټوبی له اسلامي امارت سره امانت دی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *