افغانستان

افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې سیاليو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د غوراوي کمېټې له لوري د پاکستان پر وړاندې ۳ شل اوریزو سیالیو ته ۱۷کسیزه لوبډله اعلام شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د غوراوي کمېټې له لوري د پاکستان پر وړاندې ۳ شل اوریزو سیالیو ته ۱۷کسیزه لوبډله اعلام شوه.

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب پيلېږي، د روانې مارچ میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه د عربي متحدو اماراتو په شارجه لوبغالي کې کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې  وېیلي چې په اعلام شوې لوبډله کې یوازې د صدیق اتل په نوم نوي ځوان لوبغاړي ته په لومړي ځل چانس ورکړل شوی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي بېرته لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

د یادې ادارې د خبر له مخې په دغو ۱۷ کسانو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق شامل دي.

کرکټ بورډ وايي: «نجات مسعود او ظاهر خان چې د متحدو عربي اماراتو پر وړاندې تېرو سیالیو کې د لوبډلې برخه وو، د دې سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي. د دې ترڅنګ رحمت شاه زرمتی او حضرت الله ځاځی له لوبډلې کېنول شوي دي.»

د اعلان شوې لوبډلې او د پاکستان پر وړاندې راتلونکو ۳ شل اوریزو سیالیو په تړاو د کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان له قوله لیکل شوي: «زه ډاډه یم چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي. موږ خپلې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د بریا لپاره دعا کوو او هیله من یوو چې ملت ته به خوښۍ ور په برخه کړي.»

هغه دا هم وېيلي چې د ګاونډي په توګه له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د دې سیالیو پرمهال به غوره سپورتي روحیه هم نندارې ته وړاندې شي.

د وېیلو ده چې د پاکستان کرکټ بورډ ادارې د دې سیالیو لپاره یوه اوونۍ وړاندې خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلام کړې وه چې د یو شمېر نوموتو لوبغاړو پرځای یې هغه ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړې چې د یاد هېواد په سوداګریز یا پي ایس ایل لیګ کې یې ښې لوبې وکړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *