جهان

په ایبټ اباد کې ۱۱ تنه وژل شوي

د پاکستان د ایبټ اباد په حویلیان سیمه کې د ځایي چارواکي عاطف منصف جدون په ګډون ۱۱ تنه په وسله وال برید کې ووژل شول. د حویلیان د پولیسو یوه چارواکي طارق مظهر وېیلي، برید دوشنبه شوی،

د پاکستان د ایبټ اباد په حویلیان سیمه کې د ځایي چارواکي عاطف منصف جدون په ګډون ۱۱ تنه په وسله وال برید کې ووژل شول. د حویلیان د پولیسو یوه چارواکي طارق مظهر وېیلي، برید دوشنبه شوی، خو معلومه نه ده چې چا کړی دی. د پولیسو یوه بل چارواکي وېیلي، ممکن دغه امنیتي پېښه د جدون له کورنۍ سره د شخصي مخالفت له کبله رامنځته شوې وي. د جدون ۴ساتونکي په وژل شویو کې شامل دي. سملاسي د برید مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *