د جلالآباد _ پېښور ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو خدمات پيلېږي
د راپورونو لهمخې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې، د جلالاباد ـ پېښور ترمينځ د مسافر وړونکو بسونو مستقیم خدمات پيل کړي.
د راپورونو لهمخې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې، د جلالاباد ـ پېښور ترمينځ د مسافر وړونکو بسونو مستقیم خدمات پيل کړي. پاکستانۍ ایکس پرس تربیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، په دې اړه موافقه د افغانستان د نړېوالې همغږۍ ډلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري لټه کوي، په وروستۍ غونډه کې شوې ده.
د راپور لهمخې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزارتونو په اصولو کې موافقه کړې چې په لومړي سر کې دې پر دې لاره د ۱۵ نه تر ۲۰ پورې سیټ لرونکي بسونه په کار پيل وکړي.
د موافقې پر اساس پاکستان به د بسونو ترمینل په تورخم او افغانستان به یې په جلالاباد کې جوړوي.
افغانان د ځمکې له لارې کلونه کلونه پاکستان ته په تګ را تګ کې له ستونزو سره مخامخ شوي او اوس چې پر افغانستان د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو وروسته بهرنیو هېوادونو ته الوتنې محدود شوی دي، افغانان لهخوا زیات پاکستان ته په تلو کې پر ځمکنیو لارو متکي دي.