افغانستان

يو اسټراليا سرتېری په افغانستان کې د جنګي جنايت په تور نيول شوی

استرالیایي چارواکو پرون د دغه هېواد یو پخوانی سرتېری د یوه ملکي افغان د وژلو په تور نیولی دی.

استرالیایي چارواکو پرون د دغه هېواد یو پخوانی سرتېری د یوه ملکي افغان د وژلو په تور نیولی دی.
رویټرز آژانس د چارواکو په حواله وېیلي چې دغه استرالیایي سرتېري په افغانستان کې د ماموریت پر مهال یو ملکي افغان وژلی دی. د استرالیا فدرال پولیسو یوه خبرپاڼه کې وېیلي، احتمال شته چې دغه ۴۱ کلن سرتېری په محکمه کې په جنګي جنایت محکوم شي چې تر ټولو درنه سزا یې ابدي حبس دی.
په ۲۰۲۰ کال کې یوې څلور کلنې څېړنې وښوده چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې په ظاهره ۳۹ ملکي او بې وسلې زندانیان وژلي دي.
له دغو څېړنو وروسته د استرالیا د پوځ ۱۹ اوسني او پخواني غړي یوې ځانګړې پلتڼې ته وړاندې شول چې معلومه کړي د قانوني تعقیب لپاره کافي شواهد شته او که نه؟
په افغانستان کې استرالیایي ځواکونه د ناټو ماموریت یوه برخه وه چې نږدې دوې لسیزو کې یې څه باندې ۳۹ زره سرتېرو په افغانستان کې فعالیت وکړ او ۴۱ تنه یې ووژل شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *