اسلامی

په نورو آسماني ادیانوکې د حضرت ابراهیم خلیل الله د دین مشترکات

په داسې حال کې چې عربي نړۍ خصوصاً د مکې معظمې اوسېدونکي د رسول الله مبارک له بعثت د مخه د جهالت دعقایدوپه تورتم کې ډوب وو په خپله مکه معظمه هم دا وخت د شرک له ۳۶۰  لویواو وړو بتانوڅخه ډکه وه ، خوددومره لوړجهالت سره سره بیا هم دمکې معظمې د قریشوقوم ترمنځ د حضرت ابراهیم خلیل الله ددین بقایا (سنت) په ډېره لوړه پیمانه موجود اوکلک رعایت کېدل، ځکه د قریشو قبیلې له یوې مخې دابراهیم خلیل الله دین نه وترک کړی اوله دغه روایت چې کعبه د ابراهیم خلیل الله په لاس جوړه شوې ده ، خبرو ، د ابراهیم خلیل الله له سنتوڅخه د کعبې طواف ، حج عمره ، دعرفات په غونډۍ را ټولېدل ، مزدلفې ته راتلل اودقربانۍ سنت دا ټول شامل اوپه پخواني روایت په ځای ساتل شوي رعایت کېدل ، د پورته ښېګڼوترڅنګ دابراهیمي دین درعایت ترڅنګ قریشوپه لاندې ډول یولړنورامتیاز غوښتونکي بدعتونه هم له ابراهیمي سنتوسره ضمیمه کړي و .

په داسې حال کې چې عربي نړۍ خصوصاً د مکې معظمې اوسېدونکي د رسول الله مبارک له بعثت د مخه د جهالت دعقایدوپه تورتم کې ډوب وو په خپله مکه معظمه هم دا وخت د شرک له ۳۶۰  لویواو وړو بتانوڅخه ډکه وه ، خوددومره لوړجهالت سره سره بیا هم دمکې معظمې د قریشوقوم ترمنځ د حضرت ابراهیم خلیل الله ددین بقایا (سنت) په ډېره لوړه پیمانه موجود اوکلک رعایت کېدل، ځکه د قریشو قبیلې له یوې مخې دابراهیم خلیل الله دین نه وترک کړی اوله دغه روایت چې کعبه د ابراهیم خلیل الله په لاس جوړه شوې ده ، خبرو ، د ابراهیم خلیل الله له سنتوڅخه د کعبې طواف ، حج عمره ، دعرفات په غونډۍ را ټولېدل ، مزدلفې ته راتلل اودقربانۍ سنت دا ټول شامل اوپه پخواني روایت په ځای ساتل شوي رعایت کېدل ، د پورته ښېګڼوترڅنګ دابراهیمي دین درعایت ترڅنګ قریشوپه لاندې ډول یولړنورامتیاز غوښتونکي بدعتونه هم له ابراهیمي سنتوسره ضمیمه کړي و .

الف : دقریشوقبیله مدعي وه ، چې دوی په نسبي لحاظ د حضرت ابراهیم خلیل الله په اولاده کې شامل اود مکې معظمې اصیل اوبومي اوسېدونکي دي همدارنګه قریش د حرم اهل ، دکعبې مبارکې اصلي متولیان اوپالونکي دي اوهېڅ عرب اوسېدونکی له دوی څخه په معنوي منزلت کې لوړنه دی ، دوی ځانونه جهان پهلونان هم ګڼل او ویل به یې موږ لره نه ښائېږي چې د حرم له سیمې لېرې بیرون ته ووځو .

ب : دوی باوردرلود چې سختي په دین کې روا نه ده ، دوی په دې نه دي مکلف چې د (احرام ) په وخت کې له شیدو پېروی ټول کړي او یا له شیدوغوړي وباسي یا د خپلوانو کورونو ته ورشي او دهغوی له کورونود حج پروخت کې د اقامت لپاره ګټه واخلي .

ج : هغه حجاج چې د لومړي ځل لپاره د حج یا عمرې لپاره له نوروسیمو مکې معظمې ته را تلل نوپه دې مکلف و چې د (حمس) جامه واغوندي او ویل به یې چې په لومړي (طواف) کې دوی باید حمس جامه واغوندي ځکه دغه عمل یې د قربت سبب او زیات ثواب باله ، له همدې امله به راغلیوښځينه اونارینه زائېرینوخپلې جامې له یوبل سره بدلولې اوبیا به یې طواف کاوه څوالله پاک د اعراف په سورت کې په دې اړه ۳۱ آیت شریف را نازل کړ ، ژباړه : [ای د آدم اولادونو ! خپله جامه په هرجومات کې واغوندئ ]

که به کوم نارینه یا ښځې ته د حج په مراسموکې خپل لباس ښه ښکارېده اوهغه لباس به یې له حلال سیمې (خپلې سیمې) له ځان سره مکې معظمې ته را وړي و نود طواف حق یې په هماغه جاموکې درلود خوپه دې شرط چې له طواف وروسته به یې خپلې جامې ددوهم ځل لپاره په هېڅوجه نه استعمالولې او بل چا به هم له هغه جاموڅخه د بیا ځلي اغوستلو لپاره اجازه نه درلوده.

د: عربان به د حج په مراسموکې د احرام په حال کې د خپل کورله اصلي ورودي دروازې څخه استفاده نه کوله اودایې ثواب ګاڼه چې له کوره د وتلواوننوتلولپاره داصلي دروازې پرځای د خپل کورترشا بله دوربجې ته ورته روزنه جوړه کړي، دوی په ځان دا سختي ثواب ګڼله چې قرانکریم د بقرې په سورت کې په لاندې ډول نهې کړې.

ژباړه : نیکي دا نه ده چې د شا لخوا خپلوکورونوته داخل شئ ، نیکي هغه ده چې د الله پروا وکړئ او د خپلو دروازو له لارې کورونو ته ننوځئ ، څو رستګارشئ .

په هرصورت د جهالت په دوره کې په جزیرة العرب هرډول باطلودیانتونولکه شرک ، بت پرستي ، جادوګري ، په خرافاتو باور دا ټول موجود ول خو ترڅنګ یې یهودیت ، مسیحیت ، مجوسیت [زردشتي اورپالنه ] او صابئي دین هم دې مځکې ته را رسېدلی و، یهودانوپه جزیرت العرب کې دوې دورې پاته شوي دي او کله چې د اسلام سپیڅلی دین را منځ ته شود دوی د خیبر، بني النضیر ، بني المصطلق ، بني قریظه، بني قیقناع ، سمهودي قبیلو په تشکیل کې موجود ول  چې له مسلمانانوسره یې له پیل څخه په لوړضدیت عمل کاوه .

مسیحیت دا وخت په جزیرة العرب کې تقریباً یو نوی دین و چې د حبشیانولخوا دې مځکې ته راغلی و ، کله چې په ۳۴۰ ق م کې یمن د رومیانو لخوا فتح شو نود فیمیون په نوم یو مستجب الدعوات ذاهد نجران ته راغی اودوی یې مسیحیت ته را وبلل څرنګه چې د رښتیا وینې  آثارپه هغه کې موجود ول نوخلکو یې په خوله باور وکړ اود هغه دعوت یې د مسیحیت لپاره په نیم نیمګورډول ومانه . که څه هم مسیحیت له دې چې یو الهي دین واوله شرک اوبت پرستۍ سره کلک مخالف و خو داسې وخت راغی لکه څنګه چې لازمه وه تعالیمو یې د ساکنینو په روح کې چندان اغیزپیدا نکړځکه دا وخت په ټول جزیرة العرب کې د نورو ادیانو د پیروانوزړونه اوعقاید یوه بل ته ورته د شرک اوخرافاتوپه لفافه مشترک الف با ، درلودل نوځکه مسیحیت ونه توانېد چې په بشپړډول د عربانوعقاید خپل کړي .

زموږ خبره په جزیرة العرب او په تېره بیا په مکه معظمه کې د نوروادیانوتر څنګ د ابراهیمي سنتوپه اړه را تکیه ده ځکه دابراهیم خلیل الله سنت دا وخت د نوروادیانو ترڅنګ ژوندي او آن تردې چې زموږ خوږ پیغمبرصلی الله علیه و اله وسلم هم له مدینې منورې څخه د مکې له فتحې د مخه د حج عمرې لپاره چې ابراهیمي سنت و مکې معظمې ته راغی ، د حدیبې د سولې تړون هم په دغه سفرکې لاسلیک شو.

حضرت ابراهیم خلیل الله هغه پیغمبردی چې ټول مومنان یې په ملت کې شامل دی همدارنګه سنت یې هم د مسلمانانوپه پنځم رکن جوړوي یانې سنت یې د حج په فریضه کې سل سلنه مرعی الاجرا دي

حیا  ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن