افغانستان

د امریکا کانګرېس ته په افغانستان کې د7 میلیارد ډالرو وسلو او تجهیزاتو پاتې کېدو راپور وړاندې شو

‏د متحدو ایالتونو کانګریس ته یوې دولتې ادارې په راپور کې وېیلي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې د ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ ملیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې اېښي دي.

‏د متحدو ایالتونو کانګریس ته یوې دولتې ادارې په راپور کې وېیلي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې د ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ ملیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې اېښي دي.
له هغه راپور سره سم، چې په فبرورۍ کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر خپور کړ، د امریکا دفاع وزارت د تېر کال په مارچ کې کانګریس ته وېیلي وو چې متحدو ایالتونو په افغانستان کې د ۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو الوتکې، ماشینګڼې، پوځي ګاډي، مهمات، د شپې د عینکو په شان وسایل او د بایومیتریک الې پرې اېښي دي.
په راپور کې، چې سرلیک یې دی: «ولې د افغانستان امنیتي ځواکونه وپرزېدل» راغلي چې په افغانستان کې د ۷۸ پاتې شویو الوتکو ارزښت ۹۲۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالره دی.
په راپور کې وېیل شوي چې امریکا تر ۴۰ زره ډېر نقلیه وسایط او تر ۳ لکه ډېرې وسلې پرې اېښي دي.
مخکې په ځينو امریکايي راپورونو کې وېیل شوي وو، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د شاوخوا ۸۰ ميليارده ډالرو وسلې او تجهیزات پاتې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *