اجتماعی

مساعد اقلیم، ځمکه،  اوبه او بشري ځواک هغه څه دي چې

د کرني او مالدارۍ سکتور ته وده ورکوي

څڼګه چې افغانستان یو کرنیز اوزراغتي هیواد دي  ښه مساعده آب او هوا ،  اقلیم ، پراخه خمکې ، دشتي او سرشاره

مست اوڅپانده سیندونه لري له همدي کبله ېې د هیواد د نفوسو زیات برخه  په سلو کې ٪۸۰وګړي په کرني او  مالدارۍ  بوخت و او د هیواد ملي اقتصاد ېې په همدي مالدارۍ ، کرني اوزراغت ولاړ و.

کرنیز پیداوار ېې غنم، جوار، پیاز، وریجي ، کچالو، لوبیا  او ډول، ډول کرنیز پیداوار او حاصلات دي  چې نه یوازي د هیواد، داخلي اړتیاوي ېې پوره کولي بلکي د ګاونډیو هیوادونو بازارونو او مارکیټونو ته ېې هم صادرول او په بدل کي به ېې داړتیاو وړ شیان : لکه ټراکټور ،برښناېې سامان آلات ، کمیاوي دواګاني ، اوسري ( پارو) او نور شیان راواردول اوپه دي ډول ېې په خپل ځان متکې ملي اقتصاد درلود  .

له بده مرغه په هیواد کې د اوږدې کورنۍ جګړي دوام او د نابکارو ګاوانډیانو مداخلي او لاس وهني په تیره بیا د پاکستان چې له بده مرغه اوس هم رواني دي د بهرنیو هیوادونو لښکر کشۍ په تیره بیا دروس د تیرې اوتجاوز اوبیا د امریکا او دهغه د متحدینو اشغال نه یوازي ډیر انساني وژني او تلفات ېې درلودل بلکې  د کرني سکتور او کرنیزو زیربناوو ته ېې هم دروند او نه جبیره کیدونکې زیان واړوه او  په نتیجه کې ېې د هیواد ملي اقتصاد هم له پښو وغورزاوه او افغانستان د یو صاراتي هیواد پر ځاي په  یو وارداتي هیواد بدل شو .

دلته زمونږ دبحث موضوع  کابل ته د ګاونډی هیواد د ایران د اسلامي جمهوریت  د کرنی  او مالدارۍ د وزارت د معین ډاکتر سید مجتبي او ورسره پلاوي په سفر ده چې  دافغانستان داسلامي امارت د کرني او مالداري د سرپرست وزیر مولوي عطا الله عمري سره ېې لیدنه وکړه .

په لیدنه کې مولوي عطا الله عمري ویلي: ( مونږ غواړو تاسو ته یادونه وکړو چې مناسب اقلیم ، پراخه ځمکه ، ډیري اوبه او کافي بشري ځواک او نیرو هغه لوي امتیاز دي چې تاسو ورسره کارکولي شئ او مونږ غواړو چې د دواړو هیوادونو د اړتیاوړ سره سم مخ ته لاړ شو).

همدارنګه ایراني پلاوي د دوه اړخیزو خبرو اترو او همکاریو تر څنګ  ژمنه او تعهد وکړ چي دافغانستان داسلامي امارت سره به د کرني او مالدارۍ په سکتور کې به په تیره بیا په مالداري بڼوالۍ ، د خاوري او اقلیم په څیرنه  کې هم  دافغانستان د اسلامي امارت سره د کرني او مالدارۍ په بیلا ، بیلو برخو  کې د، دي  وزارت د مشرانو سره په ګډه مرسته او همکارۍ ته دوام ورکړو اومونږ تیاریو چې په ګډه سره  ګار وکړو.

زمونږ په نظر اسلامي امارت په تیر بیا دکرني او مالداري د وزارت چارواکو او مسولینو ته پکار دي چي نه یوازي په کرنه اومالداري کې بلکي په ټولو هغه زیربنايې سکتورونو کې چې په تیرو تپل شو جنګونو کې نړیدلي او له منځه تللي د ایران داسلامي جمهوریت بکې  د نوري نړۍ دهیوادونو مرستي او همکارۍ هم راجلب او تشویق کړي چې د ملي اقتصاد دپیاوړتیا او پراختیا لامل کیږې.

د ملي راډیوتلویزیون څخه

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *