سیاسی

د نظام ننګه؛ د ولس مسئولیت

د اسلامي امارت له حاکمیت را په دېخوا ۱۹ میاشتې شوې چې افغانستان د یو با ثباته، امن او یووالي مزلې وهي او افغان ولس يې په خورا مینه د اسلامي امارت ننګه او په بدرګه کې اوچت ګامونه پورته کوي. موږ له تېرو ترخو تجربو دا زده کړل، چې د ولسونو پرته د نظام ټینګښت ناشونی دی، ځکه تېرو نظامونو ته چې په ژوره توګه کتنه وشي، دا په ډاګه کوي، چې د ولس همکاري د نظام په ثبات او پایښت کې ګټور لامل کېږي .

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی
د اسلامي امارت له حاکمیت را په دېخوا ۱۹ میاشتې شوې چې افغانستان د یو با ثباته، امن او یووالي مزلې وهي او افغان ولس يې په خورا مینه د اسلامي امارت ننګه او په بدرګه کې اوچت ګامونه پورته کوي. موږ له تېرو ترخو تجربو دا زده کړل، چې د ولسونو پرته د نظام ټینګښت ناشونی دی، ځکه تېرو نظامونو ته چې په ژوره توګه کتنه وشي، دا په ډاګه کوي، چې د ولس همکاري د نظام په ثبات او پایښت کې ګټور لامل کېږي .
زموږ تاریخونو دا جوته کړې، چې په افغانستان کې ځیني تېر نظامونه په اسلامي اصولو ولاړ نه وو؛ دظلمونو، اخلاقي فسادونو، بډې اخیستو او د نورو هېوادونو کلتور په دې خاوره کې عملي کول يې اصلي کړنې او موخې وې، چې ولس يې په مقابل کې په خالي لاس ودرېدل. له هماغو نظامونو سره د زبرځواکو هېوادونو پوره ملاتړي هم وو؛ خو د میړني ولس د مبارزو او قربانیو په پایله کې راوپرځېدل .
همدارنګه د تېرو نظامونو په دننه کې دکبر، غرور او وحشت سرچینې اوج ته رسېدلې وې، چارواکو يې په بېلابېلو فسادونو کې ښکېل وو او د خوار ولس آه ته مسوولو چارواکو غوږ هم نه نیوه، دوی په خپلو عیشونو او نوشونو کې غرق وو، ولس يې شا ته پرېښي وو؛ خو په مقابل کې يې مېړني سرښندونکي را ولاړ شول او هغه متل رښتیا ده، چې وايي: میږي ته چې خدای په قهر شي نو وزرونه ورکوي .
په تېر شل کلن اشغال کې بیا هم افغان ولس ودردېدل، وربړېدل او تر لسګونه زره زیات افغانان شهیدان په سلګونه زره ټپیان، بې کوره، بې موره، بې پلاره، بې خوره او بې وروره شول؛ خو ولې او د څه لپاره!!؟
دروغجنې او مکارې امریکې او ورسره ناټو د غرب ایډیالوژي په راوړلو، د بشر حقوق، دښځو حقوق او ورته نورو حقونو ترڅنګ؛ د ځوانانو فکرونو په بدلون کې د مغرضو رسنیو له لارې ناوړه تبلیغات په لاره واچول او د کاذب نظام په واسطه چې په پیسو ولاړ نظام و، عملي یې کړل.
غربیانو په افغانستان کې د پورتنیو مواردو تر شعار لاندې هغه څه ترسره کړل، چې د قلم څوکه پرې درېږي او ژبه له ګویا پاتې راځي. په دغه اشغال کې د هېواد ډېری عالمان، قومي مشران، مخور کسان، ځوانان، مېرمنې او نور قشرونه په شپنیو چاپو او یا هم د بمباریو په ترڅ کې شهیدان شول، ډېری جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، کورونه او ټولګټي ځایونه په بمیاریو او یا د توغندیو په واسطو له منځه لاړل. آن تردې چې زموږ ماشومان، تور سرې او سپین سرې مېرمنې د هغوی له وحشت نه هم په امن کې پاتې نه شوې .
امریکا د شل کلن اشغال په موده کې زموږ ملي ګټو په زیانمنولو، ملي شتمنیو او ملي فرهنګ په چور او تالان کې ستر رول ترسره کړل او غوښتل يې، چې د غرب فرهنګ په دې سپېڅلي اسلامي خاوره کې پلي شي؛ خو دا د دوی له فکره او پلانه لیرې خبره وه .
تش په نامه جمهوریتي نظام چې د اشغال لاندې جوړ شوی و، د امریکا د وحشت او بربریت پر وړاندې چوپه خوله پاتې و، یوازې د یوې غندنې اعلامیې په خپرولو نور واک يې نه درلود، چې د ولس غمخوري واوسي.
زموږ د دین پتنګان او سرښندونکي چې د ولسي ټولنو څخه راولاړ شوي وو، د اشغالګرې امریکې او ملاتړي ځواک پر وړاندې د جهاد نعره پورته کړه او ورو ورو د مجاهدینو لیکې په سترې منظمې ډلې بدلې کړې، چې امریکايي پوځونو ته د سختو ګوزارونو او د سترو مالي او ځاني تاوانونو په اړولو د امریکا ولسمشر دې ته اړ شو، چې د اسلامي ځواک سره د تش په نامه سولې لوري ته رادمخه شي، چې دا امریکا او متحدینو لپاره هغه پلمه وه، چې خپلې پښې له دې خاورې سپکې کړي او هماغسې هم شول او شل کلن اشغال؛ د شلو کلونو په سترو قربانیو، مبارزو، وینې تویدنې، اخلاص، رښتنولۍ او دشهیدانو دټوټې ټوټې بدن په برکتونو پای ته ورسېدل.
امریکا ستره او شرمندونکي ماتې وخوړه، په افغانستان کې د بیا ځلي اسلامي امارت حاکمیت د هېوادپه ټوله جغرافیائي ځمکه کې ټینګ شو. سوله، امن یووالی رامنځته شو او دخلکو په ژوندانه کې ستر مثبت بدلون راغی، ځکه نا امني پای وموند، د غلو، قاچاق وړونکو او مافیاوو کړۍ ختمې شوې.
ان شاءالله ډېر ژر به د پرمختګ شاهدان هم واوسو، ځکه اوس د امنیت په شتون نړیوالو او ملي سوداګرو ته ښه زمینه په لاس ورغلې، چې دلته پانګونې وکړي او ولس ته هم د کارو بار زمینه برابره شي .
اوس نو د هېواد ټولو ولسونو ته دا ستر مسوولیت ورپه غاړه دی، چې د خپل اسلامي نظام ملاتړي اوپه ساتنه او بقاء کې هر ډول قربانیو ته لبیک ووايي.که خدای مه کړه، ولس د نظام په ثبات او ټینګښت کې بې پروايي وښيي، نو دا د ولس په زیان دی، چې د نظام کړنې به ټکنۍکړي او د سوچه اسلامي نظام چې د ولس پر مټو جوړ شوی نظام دی؛ وننګوي او یا دا چې له خنډ سره مخ کړي. موږ دا منو چې د نظام ګټل آسان کار دی او ساتنه يې ستونزمنه خبره ده، اوسمهال ولس ته دروند مسوولیت متوجې کیږي، چې ددغه دروند بار نه خپلې اوږې سپکې کړي. دا کار شونی ده، خو اخلاص، صداقت، رښتنولي،عدالت، یووالي او اتحاد ته ډیره اړتیا ده، چې د نظام د ننګې او ملاتړ او د خپل ځان د هوساینې او پرمختګ لپاره ترسره شي.
نو لېرې به نه وي، چې په اسلامي هېوادونو کې د اسلامي امارت په شان سپېڅلي نظامونه جوړ شي او ډېری هېوادونه به د افغان حکومت له سلا او مشورو نه ګټه ترلاسه کړي. ان شاء الله

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *