افغانستان

مهاجر فراهي ننګرهار کې له يو شمېر فرهنګيانو او د پوهنتون له استادانو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په دغه ولایت کې د فرهنګيانو، ليکوالانو، شاعرانو، د یو شمېر دولتي ادارو له مسوولینو، د پوهنتون له استادانو او قلمي مبارزينو سره د همغږۍ غونډه وکړه. پیل کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، دغسې غونډو ته په اوس وخت کې ډېره اړتيا ده، ځکه زموږ په ځوانانو او د قلم خاوندانو کې دا قوت لا ژوندی پاتې دی، چې د خپل هېواد په بيارغونه کې ترې استفاده وشي.

ورته مهال د پوهنتون استادانو وويل، چې افغانانو تل د اسلامي نظام لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې ښه په نره مبارزې کړې ده.
هغوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه ملي آثارو د راټولولو، ساتلو، د کلتوري او فرهنګي ورځو نمانځلو او د ياد وزارت په چوکاټ کې د فکري ځوانانو ځای پرځای کولو، شاعرانو، ليکوالانو، مبارزينو او د قلم خاوندانو ستايلو او تشويقولو غوښتنه وکړه.
ورپسې مهاجر فراهي وويل: خوښ یم، چې د ننګرهار پوهنتون استادانو، فرهنګيانو او د قلم خاوندانو په منځ کې ناست يم، ستاسې ټولې غوښتنې به تر مشرانو رسوم او د حل لارې چارې به ورته پيدا کوو.
نوموړي زیاته کړه: (( د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو رياست تشکيل کړی، چې په کې د تېرې ۲۰ کلنې دورې تاريخ ليکي، اثار به راغونډوي او دغه راز د ولس او مجاهدينو، چې په تېره شل کلنه موده کې له کومو وسایلو څخه کار اخيستی د هغې يادونه به کوي او ياد رياست به په نوي کال کې عملاً په کار پيل وکړي.))
هغه وویل، چې تېر په هېر اوس ستاسو د قلم خاوندانو دنده ده، چې عام ولس له دولت سره ونښلوئ.
د غونډې په بله برخه کې شاعرانو د نظام د ملاتړ په موخه شپنۍ مشاعره وکړه او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *