اجتماعیمقالات

د واټ دمقرراتو پرمختيا او مخينې ته لنډه کتنه

پوهنوال دیپلوم انجنیر حمیدالله دانش

د جوازالسير مقرره

د ځمکنيو لېږد واسطو د سير د جواز مقرره په ( ۱۰ ) څپرکو او( ۸۰ ) مادوکې په کال (۱۳۶۸ ) هجري شمسي، د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې دې چې په لومړي مادې کې يې داسې راغلي دې” دا مقرره د واټ دترافيکو د قانون د ( ۸۴ ) مادې د درج شوې حکم سره سم د سيرجواز، د ځمکنيو لېږد واسطو د نمبر پليټونو د اړوندو چارو د ښه تنظيم له پاره وضعه شوې دې”.

د لېږد واسطو د چلولو مقررۀ :

د لېږد واسطو د چلولو مقررۀ د واټ د ترافيکو د ( ۸۴ ) مادې دحکم له مخي چې په ( ۱۳۶۰ ) زېږدېزکال کې په ( ۵۵ ) مادو کې تصويب او په رسمي جريدې کې نشر شوېدې. دلېږد واسطو د چلولو د جوازمقرره په اړوندو

چاروکې په ترتيب، تصنيف، توزيع او د چلولو د ملي او نړيوال جواز او د کلينري د جواز چارې تنظيموي.

د سَير او حرکت مقرره :

د سير او حرکت مقرره د لېږد واسطو د چلولو مقرره د واټ د ترافيکو د ( ۸۴ ) مادې د حکم له مخي چې په (۱۳۶۰) زېږدېزکې په ( ۳۵ ) مادو او ( ۳ ) څپرکوکې د وزيرانو شورا له خوا د واټ د سير او حرکت او د واټ په اړوند د ترافيکي قاعدو د تنظيم لپاره تصويب او په رسمي جريدې کې نشر او وضع شوېدې.

د دې مقرري په ور وستۍ برخه کې ( منضمه ) د ترافيکي علامو، نښو د سير او حرکت د مقررې په اړوند توضيحات ورکړل شوې او انعکاس يې موندلي دي.

ترافيکي قواعد:

په هره بشري ټولنه کې د اړينو ضرورياتو څخه يو هم له قاعدو سره آشنايي او بلد تيا دې. څرنګه چې انسان يو ټولنيز موجود دي او د ښه ژوندانه لپاره موظف دي چې ځينې اقدامونو د قوانينو په چوکاټ کې تر سره کړي. د ترافيکو ګډونوالو ته پکاردې چې د ترافيکو قاعدو او مقرروباندې ځان وپوهوي،کوم چې د ترافيکو ګډونوالو او د واټ پرمخ د لېږد واسطو د چلولو او ګټې اخيستنې لپاره اړين ګڼل کېږي. په دې برخه کې ټولو هغو قاعدو ته پام اړوو چې د ترافيکوګډونوالو ته اړين ګڼل کېږي.

د واټ په ترافيکو کې د تګ اصلي موخې تل احتياط او د مخامخ ( متقابل ) رعايت درناوۍ دي، کله چې د واټ ټول ګډونوال په ترافيکو کې ګډون کوي. د احتياط او رعايت د ډار په معني نه ده، بلکې په دې معني ده چې چلوونکې که څه هم قانوني حق هم لري ، اړين دي چې نورو خواو ته هم ډېره پاملرنه او درناوۍ ولري ځکه چې د نورو لورونه ( چلوونکې، پلې اشخاص ) دځينو احتمالي تخلفاتو انتظار ولري.

د نورو حقوقو ته پاملرنه د بشري ټولنې بنسټ جوړوي. له همدې امله د اسلام مقدس دېن انسانانوته د يوبل د حقوقو درناوي ته يو بل رابولي، ترڅو چې يو بل ته زيان ونه رسوي او په ټولو چاروکې يې د تل احتياط امر کړي دۍ. دې موضوع د واټ د ترافيکو د قانون په (۲۰) مادې کې داسې انعکاس موندلي دي:

اشخاص، ترانسپورتي موسسي او نورې هغه ادارې چې په عامه واټ باندې د لېږد واسطې پکار اچوي اړينې دې چې د سير او حرکت قاعدي په داسې ډول په پام کې ونيسي چې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نکړي، او د دولت او اشخاصو مالونه او شتمنۍ ز يان مني نکړي.

همدا راز د سير او حرکت مقرره (۳) مادې دواټ په ترافيکو کې د تګ اساسي قاعدې داسې حکم کوي:

(۱) د واټ په ترافيکو کې دايمي احتياط او متقابل رعايت د واټ په ترافيکو کې د ګډونوالو د هر يوه دندې دي.

(۲) د ترافيکو ګډونوال بايد په داسې ډول د عامه واټ پر مخ حرکت وکړي چې نور له خطر او يا زيان سره مخامخ نکړي او د اوضاع او احوالو په پام کې نيولو سره د نورو مانع او يا آزار سبب نشي .

پورتنۍ مادې په حقيقت کې مونږ ته دا بيانوي چې د چلولو په وخت چلوونکې بايد د واټ په ترافيکوکې او يا د ترافيکي له ساحو څخه چې ګټه اخلي، ضرور دي چې لاندې څلور اصله په پام کې ونيسي.

سرچينې:

ـ ترافيکو قانون ۱۳۶۰ .

ـ د سير او حرکت مقرره.

د جواز سير مقرره.

ـ د نقليه وسايطو د چلوولو مقرره.

ـ انترنيت.

در فولدر 4 ثور 1403

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *