د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (چهارشنبه، د وري ۲۹مه) د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو ویلي، چې ننګرهاریان د تېر په څېر له اسلامي امارت سره خپل بیعت او د همکارۍ ډاډ څرګندوي او خوښ دي، چې د اسلامي نظام په بریا سره په ننګرهار کې د داعش فتنې پای موندلی او د بیا پيدا کېدو وېره یې له منځه تللې ده. دغو مخورو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د عامه څړ ځایونو د ملکیت څرنګوالي د حل غوښتنه کړې او خپل وړاندېزونه یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له مقام سره شریک کړي دي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره په تېر او اوس کې د ننګرهار د ولسونو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي؛ له مجاهدینو د ولسونو ملاتړ او د هغوی همکاري سبب شوه چې اسلامي امارت د دویم ځل لپاره بریا ته ورسېد او اسلامي نظام یې حاکم کړ. د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي نظام د ټولو افغانانو دی او ټول هېوادوال له توپیر پرته کولای شي چې له اړونده مسئولینو سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړي. نوموړي د هسکې مېنې مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د وړاندېزونو په هکله به یې غور وکړي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن