اخبار
د نورستان – کونړ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
ځايي چارواکو د ترافیکو پر مخ د نورستان – کونړ لویې لارې، چې د اورښتونو له کبله تړل شوې وه، د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
د نورستان ولايت ټولګټو چارو رئيس مولوي احمد نبي عادل وايي چې د کونړ- نورستان لويه لار د لنډې مودې لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، د یاد رياست ماشينري او وسايلو پر مټ د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
عادل زياته کړې، چې د ځنګل پوستې څخه تر سټاپ سیمې پورې ځای ځای کمرې ( د غره وړې برخې) را ښویدلې وې، چې د ټولګټو ریاست په هڅو پاکې او دمګړۍ یاده لار د هر ډول تګ راتک پرمخ پرانیستې ده.
د یادونې وړ ده، چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې لارې د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې.