اخبارافغانستان

عبدالسلام حنفي: له ملي ارشیف څخه دې په ګډه ساتنه وشي

انیس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کلتور او هنر معینیت، د ملي ارشیف ریاست د قرانکریم د نازلېدلو په ویاړ د خطي نسخو نندارتون پرانیست. دغه پرانیستغونډه چې د ملي ارشیف په ماڼۍ کې ترسره شوه، د اطلاعاتو کلتور وزارت مسؤلینو سربېره پکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم ګډون کړی و.

عبدالسلام حنفي یادې غونډې ته په وینا کې ملي ارشیف د افغان ملت د شتمنیو ذخیره وبلله او ویې ویل چې په دې ارشیف کې کابو له ۲ سوه زرو څخه زیات اثار شتون لري، چې له جملې څخه یې د عثمان(رض) په زمانه کې د علي(رض) په لاس لیکل شوی قرانکریم یادولی شو. هغه زیاته کړه: دا د اسلامي او افغانستان ملت لپاره یو لوی ویاړ دی چې ملي ارشیف کې د حافظ، رحمن بابا، د بېدل کلیات، د بېدل بې ټکو کتاب، د اميرشیرعلي نوایي مثنويات، تاریخي مجلې، فرمانونه او جوازونه په کې موجود دي او دا زموږ ټولو دنده ده چې له خپلو اثارو څخه ساتنه وکړو او د قاچاق او له منځته تللو څخه یې مخنیوی وکړو، تر څو چې راتلونکي نسل ته انتقال شي او سمه ګټه ورنه واخلي. هغه د اثارو په عامه پوهاوي کې د رسنیو ونډه هم اړینه وبلله او ویې ویل: په دې برخه کې د رسنیو مسؤلیت هم ډېر مهم دی، چې د ملي ارشیف شتمنۍ د افغانستان ملت ته ورسوي او هر ځوان نسل د دغو اثارو په ساتنه او سمه ګټه اخیستنه باندې پوه کړي. د نوموړي په وینا د افغانستان اسلامي امارت دې ته ژمن دی، چې ټول تاریخي اثارو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي، تر څو محصیلین، اکاډمیانې او محققین له دې څخه ګټه واخلي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کلتور او هنر معین عتیق الله عزیزي بیا وویل چې نه یوازې دغه اثار تاریخي ارزښت لري، بلکې د دې ساتنه او پالنه زموږه دیني او ملي دنده ده. د ښاغلي عزیزي په وینا هغه هېوادونه متمدن دي چې زیات تاریخي اثار، ودانۍ او شخصیتون لري او افغانستان په دې برخه کې مخکښ او ارشیف یې د سیمې په کچه بې ساری دی. نوموړي یې د ساتنې په اړه وویل: ملي ارشیف د دغه ملي ارشیف د کارکوونکو په قربانیو محفوظ ساتل شوی ، کنې ډېر داړماران او قاچاقبر و، چې دا شیان یې نه پرېښودل، اوس هم ځینې خلک د افغانستان د تاریخي اثارو او شتمنیو د لوټولو په هڅه دي له نیکه مرغه ورته توان نه رسېږي. نوموړي دا هم ویلې چې په دې وروستیو کې یې د امیرالمومنین له لوري د تاریخي اثارو او سیمو د ساتنې، پالنې، ترمیم او ملاتړ په اړه یو جامع فرمان صادر شوی دی، له مخې یې ډېرې ستونزې حل شوې او حل به شي. عزیزي ښاغلي حنفي ته په خطاب کې ویل د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالي پلوه ځنډه کې پاتې دی او تر اوسه یاد وزارت او دغه اساسو ارګانونو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې دي، هم یې په امتیازاتو کې، هم یې په بودیجې کې، هم یې په معاشاتو کې، نو زما هیله له حنفي صیب او نورو ځیرکو ملګرو دا ده چې تاسې خپله په دغه موضوع کې له مونږ سره شفقت وکړئ. ښاغلي عزیزي ملي ارشیف د کور له یوه مشر سره تشبه کړ، چې په وینا کې لکه څنګه چې د کور مشر بې ساتنې سالم نه وي، دغه شان ملي ارشیف هم که لازمه بودیجه او کارپېژندونکي ونلري، نو له ضرر سره به مخ شي. هغه له هېوادوالو هم وغوښتل که پخواني اثار، خطي نسخې او تالیفات لري، نو ملي ارشیف ته دې راوړي، تر څو له ضرره وژغورل شي.

د ملي ارشیف رئیس نعمت الله منتظر بیا د ملي ارشیف په تاریخي شالید باندې خبرې وکړلې او دغه ارشیف یې د امیرعبدالرحمن د زمانې وباله او ویې ویل چې ملي ارشیف په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال کې د ملي ارشیف په سالنګ واټ کې پرانیستل شو.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *