د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې چې د افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه او د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا وړ ۷۰ سلنه سیمنټ تولیدوي، مسوولین وايي، چې د ۱۴۰۱ کال عوایدو ته په کتو یې په ۱۴۰۲ کال کې ۳۰ سلنه زیات عواید راټول کړي دي.
د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې رئیس انجنیر شفیع الله واحدي وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې ۱۵۰ زره ټنه سیمنټ تولید کړی، چې ۹۰۰ میلیونه عواید یې ترې تر لاسه او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي.
ورته مهال د غوري سمنټو فابریکې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، چې د غوري سیمنټو تولید کېدونکي سیمنټ له ځانګړي کیفیت څخه برخمن دی او په ۱۴۰۲ کال کې یې د پېر لپاره غوښتنې هم ډېرې شوې وې.