جهان
د بریتانیا له موزیمه شاوخوا ۲۰۰۰ لرغوني او هنري اثار غلا شوي
د بریتانیا د موزیم رئیس جورج ازبورن وايي له دغه موزیمه شاوخوا دوه زره اثار غلا شوي دي.
د بریتانیا د موزیم رئیس جورج ازبورن وايي له دغه موزیمه شاوخوا دوه زره اثار غلا شوي دي.
خو هغه دا هم ویلي چې یو شمېر نادرکه شوي اثار اوس بېرته موندل شوي. د بریتانیا د مالیې پخواني وزیر هم منلې چې د بریتانیا د موزیم حیثیت زیانمن شوی، خو ټینګار یې کړی چې وضعیت به دوی پخپله کنټرول کړي. هغه وویل لومړی ځل د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې د دغو اثارو د غلا کېدو په تړاو اندېښنې راپورته شوې او دا چې کېدای شول د مخنیوی لپاره یې ډېر ګامونه واخیستل شي. د موزیم یو کارمن چې د دغو اثارو تری تم کېدو د لاس لرلو شک پرې کېږي، له دندې ګوښه کړل شوی دی.